نړۍ

د امریکا قانون جوړونکو چین ته د ایران د تېلو د صادراتو د مخنيوي غوښتنه وکړه 

د متحده ایالاتو د استازو جرګې ٤١ استازو د جو بایډن پر ادارې غږ وکړ چې « چټکۍ سره» د ایران په وړاندې نوي سخت بندیزونه پلي کړي چې چین ته د ایران د تېلو په صادراتو باندې څرخي.

دغو قانون جوړونکو د يوه ليک په لاسليكولو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د خزانې وزیر جینټ یلن او د امریکا ولسمشر جو بایډن څخه غوښتنه کړې چې د بېړۍ چلونې قانون او د ایران او چین پر انرژۍ د بندیز قانون پلي کړي.

په دغه لیک کې چې د نیویارک د جمهوري غوښتونکو د استازي مایک لاولر په مشرۍ لیکل شوی او استول شوی، راغلي: «د تېلو ناقانونه سوداګرۍ ایران ته اجازه ورکړې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۱۰۰ میلیارد ډالرو ډېر عاید ترلاسه کړي.»

هغو استازو چې دغه لیک یې لاسلیک کړی، زیاته کړې: «دا کار به ایران ته اجازه ورکړي چې د خپلو ترهګرو تمویل ته دوام ورکړي او په ټول منځني ختیځ کې ناامني رامنځته کړي.»

په لیک کې همداراز راغلي: «موږ په څرګند ډول ويلي، چې متحده ایالات باید د ایران او چین ترمنځ د تېلو د سوداګرۍ د بندولو او د ایران د حکومت لپاره د عایداتو دا مهمه سرچینه له منځه یوسي. د ایران پر تیلو شته بندیزونه باید په جدي توګه عملي شي.»

قانون جوړونکو د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزیر ته لیکلي دي: «په داسې حال کې چې ایران د ترهګرۍ کمپاین ته دوام ورکوي، موږ له تاسو څخه غوښتنه کوو چې د بېړیو په قانون او پر ایران-چین د انرژۍ د بندیزونو په قانون کې لګول شوي بندیزونه ژر تر ژره پلي کړي.»

د يادونې وړ ده، چې چین د ایران د تېلو ستر پېرودونکی دی او د ایران له ۸۰ څخه تر ۹۰ سلنې صادراتي تېل دغه هېواد ته صادرېږي.