د ملګرو ملتونو اړوند ويبپاڼې د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بنیټ د وروستۍ وینا په تړاو په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د جنسیت سیستماتیک تاوتریخوالی ښايي پر بشریت ضد جرم باندې بدل شي.
د دې ويپاڼې په راپور کې راغلي چې په کې واک ته له رسیدو وروسته طالبانو په چټکۍ سره د ښځو د حقونو په محدودولو پیل وکړ چې په هغو کې د جامو په اړه سخت فرمانونه صادرول، د زده کړې، کار بندول او په عامه ځایونو کې د ښځو د حضور محدودول شامل دي.
په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې غونډې له اجنډا څخه د ښځو د حقونو په اړه بحثونه په پراخه کچه لرې کړي دي.
د ملګرو ملتونو ويبپاڼې د ښاغلي بنیټ وروستي راپور ته په اشارې لیکلي: «د ښځو او نجونو ځپنه د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي په کارولو په ځانګړې توګه د قتل، جبري ورکوونې، شکنجه، جنسي تېري او نورو غیر انساني کړنو له لارې پياوړې کېږي.»
د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي، چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د یو لړ شفاهي او لیکلي فرمانونو په صادرولو د افغان ښځو او نجونو اساسي آزادي په اغېزمنه توګه محدوده او له منځه وړې ده.
په راپور کې همدا راز ویل شوي چې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې «سستماتیک ظلم او جبر» راتلونکي نسلونه کمزوري کوي، ټولنیز-اقتصادي وضعیت له ستونزو سره مخ کوي او پر نارینهوو لخوا د حکومت انحصار هم پیاوړی کوي.
دې ويپاڼې دا هم لیکلي چې «د افغانستان وګړو؛ په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د طالبانو د ظلمونو پر وړاندې فوق العاده زړورتیا او هوډ ښودلی دی.»
په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان په دې تازه ویلي چې حساب ورکولو ته طالبانو اړ اېستلو هڅې تر اوسه «کمزورې» دي.
ياد سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پر شورا غږ کړی چې د«بشریت ضد جرمونو او د جنسیت پر بنسټ ځورونو» په اړه حساب ورکولو ته د طالبانو اړ اېستلو لپاره لا نورې هڅې وکړي.