د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارډ بنیټ نن (سه شنبه د غبرګولي ۲۹مه) د بشري حقونو د شورا په شپږ پنځوسمه غونډه کې خپل راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې د ښځو د غږ په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې غږ بايد ددې غونډې په اجنډا ځاى په ځاى شي.
ښاغلي بنیټ په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو ځپنې او بې برخې کېدو ته په اشارې زیاته کړه چې طالبانو په تېر يوکال کې د ښځو په وړاندې ۵۲ فرمانونه صادر کړي چې زیاتره یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي څرخي.
هغه همداراز په دې غونډې کې زیاته کړه:« د طالبانو له خوا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو تر پښو لاندې کول د بشریت ضد د جنایت یوه بېلګه کېدای شي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ظلمونه سيستماتيک دي او دبشري حقونو وضعيت [ په دې هېواد کې] ورځ تربلې مخ په خرابېدو دي.»
هغه وايي چې د ښځو او نجونو د حقونو تر پښو لاندې کول [طالبان] د مختلفو پالیسیو او حکمونو له لارې تعقیبوي.
ښاغلي بنیټ همداراز ټینګار وکړ چې په افغانستان کې دې شرایطو د دغه هېواد پر نسلونو منفي اغېز کړی او هغه ښځې او نجونې چې د زده کړو له حق څخه بې برخې دي، هم د جبري ودونو له خطر سره مخامخ دي.
خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړې راپورورکونکى وايي، په دغه هېواد لا هم له ښځینه انجینرانو، ډاکټرانو او شاعرانو بې برخې کېږي او د همدغو محرومیتونو په پایله کې ښځې له بې وزلۍ سره مخ شوې او آن د ځان وژنې ځيني پېښې هم ترسره شوې دي.
ريچارډ بنيټ د بشري حقونو په شورا کې په افغانستان کې پر ماشومانو د طالبانو لخوا د ښځو پر وړاندې د بندیزونو د اغیزو په اړه د څیړنې غوښتنه کړې ده.
هغه وویل: «کله چې نجونې د نارینه وو په پرتله د ښځو د ودې خاطرې و نه لري، دوی به د نړۍ او ځان په اړه څه نظر لري؟ کوم ډول نارینه یا هلکان په یوه بنسټيز رژیم کې لوییږي. دوی د ځان لپاره هیڅ فکر یا راتلونکی نه لري او د پیاوړو میرمنو په اړه هيڅ په ذهن کې نه لري؛ څو ددوى لپاره بېلګه شي.
په ورته وخت کې ښاغلي بنیټ ویلي دي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دومره پراخ او قوي دی چې د ده په باور د «بشریت ضد جرم» یوه بیلګه ګڼل کیدای شي او د ظلم په ګډون محرومیتونه، چې د جنسیت پر بنسټ ترسره کېږي بايد «جنسيتي تبعیض» وګڼل شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د دې په څرګندولو چې د افغانستان د وضعیت د تشریح لپاره «جنسيتي تبعيض» ښه کلمه کېدای شي، وویل: «موږ باور لرو چې دا وضعیت ايجابوي چې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض بحث دې په تقنیني بهیر او قضیې په پام سره جدي ونيول شي.»
ریچارډ بینیټ همدا راز زیاته کړه:«طالبان د یوه دولت په توګه په رسمیت نه دى پېژندل شوى او باید د یوه رسمي حکومت په څېر چلند ورسره ونه شي. د بشري حقونو دفاع باید له طالبانو سره په راتلونکو خبرو کې مهم ټکی وي. که نه نو، موږ به ناوړه پایلو شاهدان يو.»
د بشری حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له خوا ترسره شوی جبر بايد ټوله بشری ټولنې ته ټکان ورکړي، تر څو دغه مجرمین ځواب ورکولو لپاره اړ کړي.