د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې په نننۍ لوبه کې وېسټ انډی ته لوبه وبایلله.
په دې لوبه کې چې نن سهار (د غبرګولي په ۲۹مه) ترسره شوه، د افغانستان ملي لوبډلې د ټولو وېکټو په له لاسه ورکولو د لوبې ډګر وېسټ انډیز لوبډلې ته پرېښود.
په دې لوبه کې وېسټ انډیز د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ته د ۲۱۹ منډو هدف ټاکلى و.
خو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وکولای شول چې د ورکړل شوی هدف یوازې ۱۱۴ منډې پوره کړي.
د یادولو وړ ده چې د هیواد د کرېکټ ملي لوبډلې په ۱۶.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.
دا لوبه د کرکټ د نړیوال جام د ۲۰ اوریزو سیالیو په چوکاټ کې ترسره شوه.