افغانستان

علي باقري: ایران او طالبان په سیمه کې د ثبات او امنیت د ټینګښت هڅې کوي

 د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري کني وايي، «ایران او طالبان د دواړو هېوادونو تمدن او کلتوري همکارۍ ته په پام سره هڅه کوي چې د سیمې د ثبات او امنیت د ساتلو لپاره له یو بل سره همکاري او همغږي وکړي. »

هغه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پر نږدېوالي ټینګار کړى دى.

دغه ایراني چارواکي پر اېکس شبکه لیکلي: «د افغانستان خلک له ګاونډیو او سیمې سره د همکارۍ په برخه کې د خپل هېواد اصلي پرېکړه کوونکي دي او له سیمې بهر د هغو لوبغاړو لاسوهنې ته اجازه نه ورکوي چې د ورانکارو مداخلو او تاریخي لاسوهنو تاریخ لري او د اوسنیو ستونزو مسؤل دي.»

خو د پاکستان او تاجکستان په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د سیمې امنیت ته ګواښ بللی دی.

د علي باقري له ټاکل کېدو نږدې یوه میاشت وروسته دا د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره د ده لومړۍ رسمي ټليفوني اړيکه ده.

د امیر حسین عبداللهیان له مړينې وروسته علي باقري د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټیکي دستګاه مشر شو.