افغانستان

طالبانو د لوی اختر په مناسبت تر ۳۰۰ ډېر بندیان خوشې کړل

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د نوي فرمان له مخې یې ۳۴۹ بندیان خوشي کړي دي.

دغې محکمې نن (شنبه، د غبرګولي ۲۶) په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د دغه حکم له مخې ۳۷۰ هغه کسان چې د «د تخفيف وړ» دي د بند په موده کې يې تخفیف ورکړل شوی دی.

د طالبانو سترې محکمې د دغو بندیانو د جرمونو او د بند موده په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.

تر دې وړاندې طالبانو د کوچني اختر په مناسبت د ټول افغانستان له زندانونو څخه د ۴۰ ښځو په ګډون ۲زره۸۵۵ بندیان خوشې کړل.

طالبانو دغه بندیان په داسې حال کې خوشي کړي، چې د بشري حقونو بنسټونو د طالبانو لخوا پر نیولو نیوکې کړې دي.

د دغو بنسټونو په وینا، طالبان په «بې بنسټ تورونو» خلک بندیان کوي.