Uncategorized @ps افغانستان

د امريكا د نړیوالې پراختيا اداره:په افغانستان کې ١٧.٣ميليونه کسان بيړنيو مرستو ته اړتيا لري

انځور له آرشيف

د امریکا دنړیوالې  پراختیا اداره (يو اېس آي ډي) وايي، په افغانستان کې ۱۷.۳ میلیونه خلک بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

دغې امریکايي ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې تر اوسه له پاکستانه ۶۱۰زره ۸۰۰ کډوال په جبري ډول او پخپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په همدې حال کې د امریکا دنړیوالې  پراختیا اداره وايي، وروستیو سیلابونو او وچکالیو په افغانستان کې ډېرې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ کړې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، اوس هم په افغانستان کې ډېری کورنۍ خوراکی تړکو مرستو ته اړتیا لری.

دغه اداره وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدو لړۍ لاهم دوام لري او دې وضعیت بشري مرستو ته د کډوالو او افغاني ټولنې اړتیا په لوړه کچه ساتلې ده.

دغې ادارې د کډوالو نړیوال سازمان په حواله راپور ورکړی چې د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې په افغانستان کې ۶،۶ میلیونه داخلي بې ځایه شوي کسان ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام راپور ورکړی چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.