افغانستان

طالبانو په پنجشير کې دوه تنو ته په عام محضر کې سزاء ورکړه

طالبانو پرون (سه شنبه د جوزا په ۱۵ مه) په پنجشیر کې دوه تنو ته  په عام محضر  سزا ورکړه.

د طالبانو سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه دوه کسان د «نامشروع  اړیکو او له کوره د تېښتې»په تور نیول شوي او په عام محضر کې پر دوی «تعزيري سزا» وضع شوې ده.

په دې خبرپاڼه کې د مجازاتو د څرنګوالي او د دغو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.

طالبانو د خپلې نږدې درې کلنې واکمنۍ پر مهال په عام محضر کې لسګونه کسان د بېلابېلو تورونو په تور په درو وهلي چې ددوى دا عمل تل د نړیوالو او بشري حقونو د بنسټونو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی دی.