افغانستان

په ننګرهار کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۲۰ تنه مړه شوي 

د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۲۰ تنه مړه شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړ چې په دې کښتۍ کې ٢٥ تنه سپاره وو چې پنځه تنه يې ژغورل شوي دي.

دا پېښه نن (شنبه، د غبرګولي ۱۲مه) سهار شاوخوا ۷:۰۰ بجې رامنځته شوې ده.

دياد راپور پر بنسټ، دغه پيښه د ننګرهار ولايت د مومندرې ولسوالۍ په باسول سيمه کې رامنځته شوې ده.

د یادونې وړ ده چې په دغه کښتۍ کې ښځې او ماشومان هم سپاره وو.