افغانستان

طالبانو له اسلام اباد سره پر چینايي انجینرانو د بريد په اړه د څېړنو په برخه کې د همکارۍ هوکړه وکړه 

طالبانو منلې ده چې د مارچ میاشت په خیبر پښتونخوا کې پر چینايي اتباعو د شوي مرګوني برید په څېړنه کې به له اسلام اباد سره همکاري وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې طالبانو په کابل کې د دغه هېواد له پلاوي سره په لیدنه کې هوکړه کړې، چې د دغه برید په اړه به د موندنو په اړه څېړنې کوي او د دې څېړنې پایلې ته د رسېدو لپاره به همکاري کوي.

دغه وزارت له ترهګريزو ګواښونو سره د مبارزې او د طالبانو لخوا د پاکستان د انديښنو د ليرې کولو په باب د دواړو لورو ترمنځ د هوکړې خبر ورکوي.

په ورته وخت کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې د مسٸلو د انحراف پر ځای باید د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ د امنیتي همکاریو لپاره لارې-چارې برابرې شي.

اسلام اباد او طالبانو دواړو ویلي چې خبرې یې په خیبر پښتونخوا کې پر چینايي اتباعو د مارچ د شپږويشتمې پر برید متمرکزې وې.  پاکستاني پلاوي د دغه برید په اړه خپلې موندنې شریکې کړې او له طالبانو یې د عاملینو په نیولو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو د برید په اړه د اسلام اباد د موندنو په اړه د څېړنو په اړه هوکړه کړې او هوډ لري، چې یوې منطقي پایلې ته د رسېدو لپاره به همکاري وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «افغان لوري هم د څېړنو د پایلو له څېړلو سره هوکړه وکړه او له پاکستاني لوري سره یې د دې څېړنې د منطقي پایلې ته د رسېدو لپاره د همکارۍ هوډ څرګند کړ.»دواړو لورو هوکړه وکړه چې د سیمې هېوادونو ته د ترهګرۍ له ګواښ سره د مبارزې او د پاکستان له خوا راپورته شوې اندېښنو ته د ځواب ویلو لپاره به ژمن پاتې شي.

د پاکستان په بشام کې د چینايي اتباعو پر یوه بس د ځانمرګي برید په پایله کې پنځه چینايي انجینران او یو پاکستانی موټر چلوونکی وژل شوي و.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزیرمرستيال د دغه برید په تړاو وویل، چې هر څوک باید د خپلو سیمو امنیت په خپله غاړه واخلي او د مسٸلې د تحریف پر ځای دې د رښتینې همکارۍ بنسټ رامنځته کړي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې برید په څېړنه کې له اسلام اباد سره د همکارۍ په اړه د دوی د هوکړې په اړه څه نه دي ویلي، خو د محمد نبي عمري په حواله یې لیکلي چې طالبان شرپاليسي نه لري او نورو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې په ناوړه توګه کار واخلي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي: «موږ د شر په سیاست باور نه لرو. زموږ نیت او عمل په سیمه کې د خپل ځان او ټولو په ګټه د امنیت ټینګښت دی. «د بشام پېښه یوه بده پېښه وه؛ خو موږ ټول باید د خپلو سیمو  دامنیت مسوولیت په غاړه واخلو او د مسٸلو د تحریف پر ځای رښتینې همکارۍ آسانتياووې رامنځته کړو.»

اسلام اباد د بشام برید د ټي ټي پي کار ګڼي او د دې برید په تړاو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له طالبانو وغوښتل چې د نور ولي محسود په ګډون د ټي ټي پي مشران پاکستان ته وسپاري؛ خو طالبان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د مشرتابه شتون ردوي.

دا خبره پرون د پاکستان د پوځ د قوماندانانو په غونډه کې هم وه. د دې غونډې په اعلاميه کې راغلي چې ترهګر اوس هم له افغانستانه په استفادې د پاکستان پر ضد بريدونه تنظيموي.

تر اوسه، که څه هم د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د ټي ټي پي د مهار په اړه ډېرې خبرې شوې دي؛ خو له بلې خوا په پاکستان کې بریدونه دوام لري او پاکستان او طالبان دواړه د دغه کړکېچ د هواري لپاره حل ته نه دي رسېدلي.