افغانستان

د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو څخه درې یې لوږې سره مخ دي

د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان (سيف ده چيلډرن) په خپل نوي راپور کې ویلي، چې سږ کال په افغانستان کې شاوخوا ۶،۵ میلیونه ماشومان، چې له هرو لسو ماشومانو څخه درې  يې پکې شامل دي د خوراکي توکو له بیړني ناورين سره مخ دي.

دغه بنسټ وايي، وروستیو سېلابونو، اوږدې وچکالۍ او له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو راستنېدو پر اوسني وضعیت اغېز کړی دی.

ياد بنسټ د لوږې د څارنې نړیوال سازمان (آى پي سي) د نویو احصایو پر بنسټ، ویلي چې ۱۲.۴ میلیونه وګړي چې ٢٨سلنه نفوس جوړوي، د روان کال له اکتوبر میاشتې مخکې به د خوراکي توکو له سختې ناامنۍ سره مخ شي.

د دې راپور پر بنسټ، سږکال به ٢.٤ میلیونه خلک د فقر تر کرښې لاندې د «لوږې بیړنۍ کچې» سره مخ شي.

د دغه بنسټ په راپور کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې له هرو دوو کسانو څخه یو تن يې د بې وزلۍ سره مخ دى.

دا په داسې حال ده، چې  هېواد په ځینو برخو کې د وروستیو سیلابونو له امله تر ۴۰۰ ډېر کسان مړه شوي، لسګونه نور ټپیان شوي او تر ۱۰ زره ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.