افغانستان

طالبانو په څلورو ولایتونو کې د باران او سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړی

د طالبانو ترادارې لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، د سالنګ په ګډون په بدخشان، بغلان، پنجشیر او تخار ولایتونو کې د سیلابونو وړاندوینه شوې ده.

دې ادارې په دغو ولایتونو کې د  له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې د اورښت د اندازې اټکل کړى.

د طالبانو د هوا پېژندنې رياست په شمالي، لوېدیځو، سویلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې هم د سختو بادونو خبر ورکړی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغو بادونو چټکتيا  په ساعت کې له ۳۰ څخه تر ۷۵ کیلومترو پورې اټکل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله تر ۴۰۰ ډېر کسان مړه شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.