د ۱۴۰۲ د غبرګولي دیارلسم د ۱۰ بجو خبرونه
د منځنۍ اسیا هېوادونو مشرانو او اروپايي شورا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت او د بشري حقونو پر تضمین ټینګار وکړ.
د منځنۍ اسیا هېوادونو مشرانو او اروپايي شورا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت او د بشري حقونو پر تضمین ټینګار وکړ.
ننګرهار کې د ګوزڼ ناروغۍ څلورمه پېښه ثبت شوه او دا ځل د محمد په نوم څلور کلن ماشوم پر دغه ویروس اخته شوی دی.
رتمه ده چې په راتلونکو دوو اوونیو کې هغه څه چې په افغانستان کې تېرېږي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې تر بحث لاندې ونيول شي.
د امریکا کانګرس ته د ۱۹ جمهوري غوښتونکو لهخوا د «طالبانو د تحریم» لپاره د لایحې وړاندې کول
د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د ناروې په پلازمینه اوسلو کې سره راغونډ شوي ترڅو د ځينو موضوعاتو لکه ناټو سره د يو شمېر نویو هېوادونو د يو ځای کېدو په اړه خبرې وکړي.
له هرات ښاره د اسلام کلا بندر ته د طالبانو د پوځي کاروان د حرکت ویډیوګانو له خپرېدو سره او د پولې د تړل کېدو ادعا او د نښتې له احتمال سره هممهاله، طالب مسوولین دا ادعا ردوي.
په زابل کې د ځايي مسوولينو په وینا، سږکال ددې ولایت په ارغنداب، شاجوی، شينکۍ او شملزو ولسوالیو لس زره او ۲۴۰ ټنه بادام ترلاسه شوي.
هغه کسان چې پر دې لاره تګ راتګ کوي وايي، د لارې د لوړ لګښت له امله یې تګ راتګ کم کړی دی.
د کونړ د پیچ درې ولسوالۍ اړوند دیګل درې اوسېدونکي د نورو ګڼو ستونزو ترڅنګ د روغتیايي خدماتو له نشتوالي شکایت لري. په دغه دره کې څلور زره کورنۍ ژوند اوسېږي او په مخکیني نظام کې دا سیمه
له طالبانو سره په اختلاف کې د ملګروملتونو د «وېرونکې» احتمالي پرېکړې په اړه د سیګار خبرداری