افغانستان سویلي آسیا

فایق له اروپايي ټولنې او ملګروملتونو وغوښتل چې له پاکستانه د افغان کډوال د ایستلو مخه ونیسي

په داسې حال کې چې له پاکستانه د وتلو لپاره د ناقانونه کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د پاکستان دولت ضرب الاجل ته یوازې یوه ورځ پاتې ده، په ملګروملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د اروپايي ټولنې له کمېسیون او د کډوالۍ او بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو له ځانګړو راپور ورکونکو غوښتي چې د زیانمنونکو وګړو ژوند خوندي او د دوی د جبري ایستلو مخه ونیسي.

فایق تېره شپه دوشنبې د لړم په اتمه پر ایکس ټولنیزه شبکه د پيغام په خپرولو د بیړني اقدام غوښتنه کړې او ویلي یې دي د ملګروملتونو له غوښتنو سره سره، پاکستان د بشري حقونو کنوانسیونونو تر پښو لاندې کولو سره، افغان کډوال باسي.

هغه زیاته کړې: «موږ له اروپايي کمېسیون، د کډوالۍ په چارو کې د ملګروملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي توماس نیکلسن، د ښځو او نجونو خلاف تاوتریخوالي په برخه کې د ملګروملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي او د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي غواړو چې ناورین ته پام، له زیانمنونکو وګړو ساتنه او د دوی له جبري ایستلو مخنیوی وکړي.»

دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اکتوبر په درېیمه اعلان وکړ چې د ۱،۷ میلیونه افغانانو په ګډون ټولو ناقانونه کډوال د اکتوبر تر ۳۱ فرصت لري چې په خپله خوښه له دې هېواده ووځي پرته له هغې به یې په زور وباسي.

ددغه ضرب الاجل له اعلان وروسته له پاکستانه د کډوالو او پناه غوښتونکو ستنېدل زیات شوي دي.

د بشري حقونو بنسټونه اندېښمن دي چې د کډوالو او پناه غوښتونکو جبري ستنېدل به دوی له خطر سره مخ کړي.

تازه د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي چې افغانستان د ډېری کسانو لپاره چې ترې تښتېدلي لا هم خطرناک دی.

له دې مخکې هم د بشري حقونو بنسټونو او د ملګروملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د پاکستان له دولته غوښتي وو چې د کډوالو او پناه غوښتونکو په هکله پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.