افغانستان

کابلوف د افغانستان د موضوع په اړه له چین، ایران او پاکستان سره د مسکو د اړیکو خبر ورکړ

روسیې، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په تړاو خپله لار یو ځای کړې ده.

له دغو څلورو هېوادونو، چین له طالبانو سره د دیپلوماتیکو اړیکو طلسم مات کړ او په لومړني هېواد بدل شو چې جاوشینګ یې په رسمي توګه د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ته د رسمي سفیر په توګه معرفي کړ.

تېره ورځ هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي آمو ته تایید کړه چې پاکستان به ډېر ژر د افغانستان لپاره خپل نوی سفیر معرفي کړي.

اوس د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف تاس خبري آژانس ته ویلي چې مسکو به د افغانستان په اړه له چین، ایران او پاکستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي: «په نږدې راتلونکي کې په دقیقې نېټې سره د دغه راز اړیکو لپاره کوم پروګرام نشته، خو موږ به له هرڅه مخکې د چین، ایران او پاکستان په اصطلاح څلور اړخیز سیمه ییز چوکاټ کې سره په اړیکو کې وو. خو موږ ځانګړې نېټه نه لرو.»

په تېرو دوو کلونو کې د درې ځله د مسکو فارمټ د غړو په ګډون د مسکو فارمټ ناسته ترسره شوې ده.

د روان هجري لمریز کال د تلې په میاشت کې د مسکو فارمټ غړو په خپله اعلامیه کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو، بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د کار او زده کړو حق ته پر درناوي ټینګار وکړ. داسې غوښتنه چې ظاهرا د طالبانو د کړنو د بدلون لامل نه دي شوي.

له دې مخکې، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي چې د امریکا، چین، روسیې او پاکستان په ګډون د افغانستان په هکله د (ترویکا پرمختللې) ناسته په عملي ډول له منځه تللې او د روسیې، چین، پاکستان او ایران څلور اړخیزې ډلې یې ځای نیولی دی.

د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې مسکو له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د چمتو کولو په حال کې دی.

د مسکو فارمټ په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې د پرمختګ په موخه رامنځته شو او روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان پکې شامل دي.