افغانستان

سیګار: طالبان د زده‌کړو په برخه کې د امریکا له مرسته شویو پیسو «په غیرمستقیم ډول ګټه اخلي»

د متحده ایالتونو ځانګړي څارونکي راپور ورکړی چې طالبان د زده کړو په برخه کې له مرسته شویو پیسو څخه ګټه اخلي.

د دغه راپور موندنې ښيي چې طالبان د جعلي غیر دولتي موسسو په جوړولو سره د امریکا له مالي مرستو ګټه پورته کوي.

د سیګار د راپور په یوه برخه کې راغلي چې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د مذهبي زده کړو د پراخولو لپاره ښوونځي په مدرسو بدل کړي او دیني مضمونونه یې د علمي او ساینسي مضمونو پر ځای بدل کړي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي په خپل تازه راپور کې ویلي چې طالبان د زده کړو په برخه کې د امریکا له مالي مرستو څخه ګټه اخلي.

د دغه راپور پر بنسټ، طالبان د جعلي غیر دولتي، نغوذي او غصبوونکو ادارو په جوړولو سره د تعلیمي موسسو څخه له دغو مرستو ګټه پورته کوي.
د دغه راپور موندنې ښيي چې طالبانو زده کړو ته لاسرسی محدود کړی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي راپور په یوه برخه کې راغلي: «د طالبانو سیاستونو زده کړو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی او د زده کړو کیفیت یې ټیټ کړی دی، د طالبانو دغو سیاستونو په غبرګون کې، امریکا او نړیوالو مرستندویانو خپلې مرستې د زده کړو په برخه کې خصوصي سکټور ته ځانګړې کړې دي. او د ټولنې پر بنسټ د زده کړو له پروګرامونو ملاتړ کوي.»

سیګار ویلي دي چې د زده کړو د بهیر پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو سر بېره دا چې نجونې او ښځې یې اغېزمنې کړې د زده کړو کیفیت یې هم ټیټ کړی دی.

سیاسي کار پوه سلیم پیګیر وايي: «تاسو پخپله ووایاست چې طالبانو ته د ورکړل شویو مرستو هدف څه دی او د چا لاسونو ته ځي، خلک ګنګس شوي دي، له یوې خوا سیګار وايي چې دا مرستې د زده کړو لپاره ورکول کېږي، خو طالبان ترې ګټه پورته کوي او نورې ادارې وايي چې پیسې طالبانو ته نه رسیږي.»

د سیګار د راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې د طالبانو تر ادارې لاندې د حج او اوقافو په وزارت کې د ثبت شویو دیني مدرسو شمېر ۱۰۰۰ ته رسېږي او غیر ثبت شوې مدرسې مخ په ډېرېدو دي.

جان ساپکو په خپل راپور کې لیکلي، چې ښوونځي په مدرسو بدل شوي او په دغو مدرسو کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي یوازې د مذهبي زده کړو په پراخولو تمرکز کوي.

یو شمېر مدني فعالان د زده کړو په برخه کې د طالبانو پر محدودیتونو نیوکه کوي او ټینګار کوي چې پر طالبانو باید فشار راوړل شي څو نجونې او ښځې ښوونځي او پوهنتون ته ولاړې شي.

زینب رضايي، د ښځو د حقونو فعاله وايي: «دوی تل په شعارونو کې وايي چې موږ د ښځو تذ څنګ یو او د ښځو ملاتړ کوو. په اصل کې داسې نه ده، نه د ښځو ملاتړ کوي او نه هم د ښځو په څنګ کې دي، دوی د طالبانو ملاتړ کوي، له همدې امله پر ښځو شته محدودیتونه دوام لري.»

د سیګار د راپور له مخې، د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت د ټولو لپاره زده کړو ته لاسرسی محدود کړی دی.

سیګار وايي، د امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان د پوهنې له سکتور سره له ۱۸۵ میلیونو ډالرو زیاته مرسته کړې ده.

په داسې کې چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی له طالبانو سره د مرسته شویو پیسو د ضایع کولو خبره کوي، د امریکايي چارواکو د شمېرو پر بنسټ واشنګټن له طالبانو سره نږدې دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده. تېره اوونۍ یوه امریکايي سناتور وویل چې د امریکا کانګرس ته یې د وړاندې کولو لپاره پلان چمتو کړی دی.