د طالبانو تر ادارې لاندې د پولیسو اکاډمۍ د افسرانو د فراغت څوارلسمه دوره، د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال او د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان ددغو مراسمو ځانګړي مېلمانه دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي: «نړۍ ته موږ د امن پيغام ولېږه، نړۍ هم اوس باید پر خپلو ژمنو ودرېږي.»
په پاکستان کې د افغان کډوالو په وړاندې د اسلام آباد تازه سیاستونه د طالب چارواکو د ویناوو چورلیز دی.
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست د اسلام آباد د تازه سیاستونو په غبرګون کې د بشري حقونو له بنسټونو غواړي چې د پاکستان د کړنو چې د ملایعقوب مجاهد به وینا د وحشت او بربریت اوج دی، مخنیوی وکړي.
طالبان په داسې حال کې د بشري حقونو له بنسټونو غوښتنه کوي، چې د بشري حقونو بنسټونو د راپورونو له مخې، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د بشري حقونو له ناوړه وضعیت سره مخ دی او په دې راپورونو کې طالبان هم له بشري حقونو په سرغړونې او کډوالۍ ته د یو شمېر وګړو په اړ ایستلو تورن دي.
په وروستیو میاشتو کې اسلام آباد په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو په وینا، د افغانانو په وړاندې سخت ظالمانه سیاست غوره کړی، له دې سره هم مهاله د ملګروملتونو سازمان او د بښنې نړیوال سازمان هم د دغه سیاست د بې له ځنډه درولو غوښتنه کړې ده.
خو یو پاکستانی پوځي ظاهرا د اسلام آباد له دغه سیاسته په دفاع کې د پاکستان له جیونیوز سره په مرکه کې ادعا کوي چې یو شمېر افغان کډوال د پاکستان په ترهګریزو پېښو کې لاس لري.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو څېړونکی اختر حیاتخان وايي: «په څو ځانمرګو بمي بریدونو کې چې شوي؛ که د علي مسجد په پېښه کې، باړې، هنګو، باجوړ او یا د پېښور د پولیسو په کرښو په دغو ټولو کې افغانانو لاس درلود. د ځانمرګو بریدګرو د ګوتو نښې له اویا ۷۵ سلنه د افغانانو دي، موږ کورني وګړي او افغانان نیولي دي.»
اسلام آباد د نومبر میاشتې تر لومړۍ نېټې هغو افغانانو ته چې په دې هېواد کې په ناقانونه توګه اوسېږي له پاکستانه د وتلو حکم کړی دی.
خو له دې مخکې په پاکستان کې یو شمېر مېشتو افغانانو ویلي چې آن د استوګنې له قانوني اسنادو سره هم د پاکستاني پولیسو له خوا نیول او ځورول کېږي.