افغانستان ښځې

د تاوتریخوالي د مخنیوي په نړیواله ورځ د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته کتنه

نن د اکتوبر دویمه د عدم تشدد له نړیوالې ورځې سره برابره ده، خو افغان ښځې او نجونې وايي، چې شپه او ورځ د طالبانو د تبعیضي سیاستونو له امله د رامنځته شوي تاوتریخوالي بیه پرې کوي.

له کار او زده کړو محرومې یو شمېر ښځې او نجونې وايي، طالبانو تل د عدالت غوښتنې غږونه په تاوتریخوالي ځپلي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، دا ورځ د پوهنې او عامه پوهاوي له لارې د سوله ییزو پیغامونو د خپرولو فرصت دی.

نړۍ د اکتوبر دویمه د عدم تشدد ورځې په توګه لمانځي، خو په افغانستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې ښځې او نجونې وايي چې تل د طالبانو له لوري له تاوتریخوالي سره مخ دي.

په تېرو دوو اوونيو کې دوې معترضې ښځې ژوليا پارسي او ندا پرواني د طالبانو له خوا نيول شوې دي، چې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه هېڅ څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي هم د عدم تشدد د نړیوالې ورځې په مناسبت وایي، چې دا ورځ د خلکو تر منځ د سولې پیغامونه د خپرولو فرصت دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړې: «دا ورځ یو فرصت دی چې د پوهنې او عامه پوهاوي له لارې د عدم تشدد پیغامونه خپاره شي.»

خو له زده کړو او کار بې برخې ښځې او نجونې وايي، چې طالبانو تل د دوی د عدالت غوښتنې غږ ته په تاوتریخوالي ځواب ورکړی او د خپلو لومړنیو حقونو د ترلاسه کولو لپاره یې د دوس غوښتنو ته هېڅ پام نه دی کړی.

د اکټوبر دویمه له ۲۰۰۷ زېږدیز کال راهیسې د هند د خپلواکۍ غورځنګ د مشر مهاتما ګاندي چې د عدم تشدد په سیاسیت کې مشهور وو، د زېږېدو د ورځې په مناسبت د عدم تشدد د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.