دا مراسم چې د ګرځندوی د نړیوالې ورځې له امله جوړ شوي. په کابل کې یو شمېر طالب چارواکي له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو غواړي د افغانستان د ثبات په راوستو او اقتصادي وده کې ګام پورته کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د ګاونډیو هېوادونو کراري د افغانستان په آرامۍ پورې اړوند بولي.
ښاغلی ستانکزی پر پاکستان په نیوکې سره وايي چې پر افغانستان تور لګول به د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال زیاتوي: «پر افغانستان د تورونو لګول به د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کړي.»
په دغو مراسمو کې، د ځینو ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا پاکستان ځینو دیپلوماتو هم ګډون کړی و.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وایي چې طالبان ګاونډیو هېوادونو ته د احترام په سترګه ګوري.
پاکستان په روانه زېږدیزه میاشت کې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر زیات کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دغو مراسمو کې له ټولو ګاونډیو په تېره پاکستان څخه غواړي افغان کډوال ونه ځوروي او له افغانانو سره له اخلاقي او انساني اخلاقو کار واخلي.
د افغانستان مخکیني حکومت تل پاکستان طالبانو ته په ځای ورکولو تورن کړی و.
په ۲۰۱۶ کال کې، د طالبانو دوهم مشر ملااختر محمد منصور هغه مهال چې له ایرانه پاکستان ته راستنېده، په پاکستان کې د امریکايي بې پيلوټه الوتکې له خوا په نښه او ووژل شو.
ښاغلی ستانکزی په داسې حال کې پر پاکستان نیوکه کوي چې د سه شنبې په ورځ په ملګروملتونو کې د پاکستان دایمي استازي له ملګروملتونو وغوښتل چې په دغه سازمان کې د افغانستان چوکۍ طالبانو ته وسپاري.