ویډیوګانې

د ۱۴۰۲ د تلې لومړۍ د ۱۰ بجو خبرونه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې افغانستان د نړۍ د ۱۰ هېوادونو ترمنځ دی چې میلیونونه تنه پکې له لوږې سره مخ دي.

د دې سازمان د شمېرو له مخې، افغانستان له سوډان وروسته په نړۍ کې دویم هېواد دی چې تر ۶ میلیونه زیات وګړي پکې له سختې لوږې سره لاس او ګرېوان دي.

دغې ادارې همداراز ویلي، چې ۶.۲۶ میلیون تنه په سوډان، ۶.۰۸ میلیونه افغانستان، ۳.۲۸ میلیونه کانګو، ۲.۹ میلیونه سویلي سوډان، ۲.۲۲ میلیون تنه بنګله‌دېش، ۳.۲۸ میلیون تنه پاکستان، ۱.۸۵ میلیونه په سومالیا، ۱.۸۱ میلیون تنه په هایټي، ۱.۲۲ میلیون تنه کینیا او ۱.۱۴ میلیون تنه نایجریا کې له سختې لوږې سره مخ دي.