دوې ورځې وروسته له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو دوه کاله پوره کېږي، خو د بایډن ادارې پر دغې پرېکړې نیوکې او غبرګونونه لاهم دوام لري.
په تازه مورد کې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش د ویناوو د لیکوالانو برخې پخوانی مسوول مارکتسین، په یوه مقاله کې چې په واشنګټن پوست کې خپره شوې، په امریکا کې د ۲۰۲۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته په اشارې سره ویلي چې له افغانستانه له غمیزې ډک وتل به د جوبایډن د ولسمشرۍ په بیه تمام شي.
ښاغلي مارک لیکلي که بایډن د پوځیانو خبره منلې وای او په افغانستان کې یې یوه پوځي قطعه ساتلې وای، نننۍ پېښې نه رامنځته کېدې، د افغانستان د مخکیني دولت ځواکونه لکه څنګه چې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۱ کال پورې یې د طالبانو د بریدونو مخینوی کړی و، له دې وروسته یې هم کولای شوای له افغانستانه دفاع وکړي.
د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش د ویناوو د لیکوالانو برخې پخوانی مسوول مارکتسین د لیکنې په یوه برخه کې ویلي: «د ۲۰۱۵ په جنورۍ کې، افغان ځواکونو د طالبانو خلاف جنګي عملیاتو مسوولیت پرغاړه واخیست او د متحده ایالاتو په ملاتړ بریالي شول د شپږو کلونو لپاره طالبان لیرې وساتي. یوازې د امریکا له ماموریت، اطلاعاتو او هوايي ملاتړه د بایډن له شاتګ وروسته افغان ځواکونه له فشار سره مخ شول.»
له دې سره په یو وخت، فاکس نیوز د امریکا د استازو په جرګه کې له کلفورنیا څخه د جمهوري غوښتونکو استازي مایک ګارسیا له قوله رپوټ ورکړی چې هغه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر بهیر او بایډن پر پرېکړې په نیوکې سره ویلي تېروتنې د دې لامل شوې چې د وتلو بهیر په دوام زرګونه ملکي امریکایان پرېښودل شي.
د امریکا د استازو جرګې غړی مایکګارسیا وايي: «موږ ونه توانېدو د دفاع وزارت تر نظر لاندې د عملیاتي کنټرول په یوې ادارې سره ددې وزارت په ذهنیت بدل شو. په دې کې نه یوازې ولسمشر، بلکې د بهرنیو چارو وزیر بلینکن او تر ټولو مهمه دا چې زما په اند ددفاع وزیر آستین ګرم دي چې د خپلې ادعا مېړانه یې نه لرله.»
پوځي کارپوه سرور نیازی وايي: «که نن وای او که سبا امریکا به له افغانستانه وتله، مهمه دا ده چې د افغانان له تېرو تجربو په ګټې اخیستو څرنګه خپل هېواد جوړ کړي.»
د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځهلسمه د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته امریکا له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو بهیر پيل کړ او دا بهیر د ۲۰۲۱ د اګست په ۳۱مه بشپړ شو. پر کابل هوايي ډګر ترهګر برید، د افغانستان د مخکیني دولت ثبات ته نه پاملرنه او د وتلو په بهیر کې ګډوډي هغه نیوکې دي چې ددغه بهیر په اړه موجودې دي.