د پیرو سترې مخکې په یوه بیانیه کې ویلي چې ددغه هېواد چارواکو د یکشنبې په ورځ د برازیل په پوله ۲۳ افغانان د انسانانو له قاچاق کوونکو څخه ژغورلي دي.
په دغه بیانیه کې راغلي چې دا کډوال چې هڅه یې کوله اکواډور ته ورسېږي او د انسان قاچاق کوونکو ته یې پیسې ورکړې وې ترڅو دوی شمالي پولې ته ولېږدوي.
ددې بیانیې پربنسټ، دا کډوال د پیرو او برازیل د پولو په اوږدو کې د ایناپاري په نوم کلي په یوه کور کې له خوړو پرته ځاي پرځاي شوي وو.
په بیانیه کې ویل شوي چې په کډوالو کې «د یوه دوه میاشتني ماشوم په ګډون څلور ماشومان» هم دي.
په بیانیه کې زیاته شوې، دغو کډوالو ته ویل شوي و چې دوی پولې ته نږدې یوه کلي ته لېږدول کېږي او وروسته پلازمینی لیما ته ځي او بیا له اکواډور سره د پیرو په شمالي پوله کې تومبس ښار ته لېږدول کېږي.
دا په داسې حال کې دي چې سلګونه افغانان هره میاشت ژوند له خطر سره مخ کوي ترڅو د لاتینې امریکا له لارې امریکا ته ورسېږي. په ځینو موردونو کې دوی یوولسو هېوادونو ته سفر کوي او د سړي تښتوونکو او غلو له خطر سره مخ کېږي.