د القاعدې ډلې د ځپلو او له طالبانو د همکارۍ ترلاسه کولو په اړه د امریکا د ولسمشر تازه څرګندونې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې دي.
ومې ویل چې القاعده باید هلته نه وي، ومې ویل له طالبانو مرسته اخلو؛ د جو بایډن د خبري ناستې دغو دوو وروستیو جملو په افغانستان کې د غبرګونونو څپه راپورته کړې – د القاعدې پروړاندې د مبارزې لپاره د واشنګټن او طالبانو د همکارۍ د څرنګوالي د بېلابېلو تعبیرونو غبرګونونه.