د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبري ناسته کې له طالبانو غوښتي چې د افغانانو د ګټو لپاره ګام پورته کړي.
د دغه وزارت ویاند وايي، چې طالبان باید د نړیوالې ټولنې تمې پوره کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په يو راپور کې چې د سه شنبې په ورځ يې خپور کړی، ويلي، سره له دې چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په ملکي تلفاتو کې د پام وړ کموالی راغلی، خو بیا هم افغانستان د ملکي تلفاتو له لوړې کچې سره مخ دی.