د سویډن د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې یوهان ندیسي د افغانستان په چارو کې د سویډن د ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره د سویډن سفارت د نوي رییس په توګه ګمارل شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې د سفارت کارونه اوسمهال استهکولم ته لېږدول شوي او نوموړی به په اګست میاشت کې خپل ماموریت پيل کړي.
یوهان ندیسي د سویډن په بهرنیو چارو وزارت کې د افریقا څانګې مرستیال دی.
نوموړی له دې مخکې په تیرانا کې سفیر و او د هراره په سفارت کې او په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د سویډن په استازولۍ کې یې کار کړی دی.
نوموړي همداراز ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ارتباطاتو څانګې د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې ده.