افغانستان

توماس ویست: افغانان له وېرې او محدودیت پرته زده کړو وړ دي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست په سرپل ولایت کې د زده کوونکو د مسمومېدو پېښې د څېړلو لپاره عملي اقدام غوښتونکی شو او په افغانسان کې یې د ماشومانو د امنیت په خوندیتوب ټینګار وکړ.

ښاغلي ویست ویلي چې د افغانستان خلک له وېرې او محدودیت پرته زده کړو مستحق دي.

اروپايي ټولنې د سه شنبې په ورځ په روغتون کې د ۷۷ زده کوونکو له بسترېدو وروسته له طالبان چارواکو وغوښتل چې په سرپل ولایت کې د لومړنیو ټولګیو زده کوونکو نجونو د مسمومیت په اړه پلټنه وکړي.

په دې ولایت کې طالبان چارواکو ویلي چې په سرپل ولایت کې د شنبې او یکشنبې په ورځو دې جلا جلا پېښې شوې دي.

د دې ولایت د پوهنې رییس محمد رحماني وویل: «۶۰ نجونې زده کوونکې د کبدآب د نجونو په ښوونځي کې او ۱۷ نورې د فیض آباد د نجونو په ښوونځي کې مسمومې شوې دي.»

نوموړي زیاته کړه: «دا کار د لوست د پیل پرمهال وشوه او زده کوونکو زړه استفراغ کاوه، ساه یې بندېده او ګنګس سرونو یې درد کاوه.»

رحماني وویل، لومړنۍ پلټنې ښيي هغه کس چې دا کار یې کړی، شخصي کینه یې لرله او ددې کار لپاره یې پيسې ترلاسه کړې دي.

هغه نه دي ویلي چې دا نجونې په ډول موادو مسمومې شوې او ځایي مسوولینو په دې هکله نوي مالومات نه دي وړاندې کړي.

اروپايي ټولنې په یوه بیانیه کې دا مسمومیت «ناوړه جنایت» بللی چې باید د افغانستان د اوسنیو چارواکو له خوا د نړیوالو قوانینو له مخې د دوی د خوندیتوب لپاره د ژمنو په لړ کې تعقیب شي.

اروپايي ټولنې ټینګار کړی: «زده کړه په هر ځای کې د ماشومانو انساني حق دی، ښوونځي باید د ټولو ماشومانو لپاره خوندي ځای وي.»

دا په داسې حال کې دي چې تېر کال، په کابل کې پوهنتون کې یو شمېر نجونې محصلینې چې د کار او زده کړو په اړه یې د طالبانو د محدودیتونو په وړاندې غبرګون ښودلی و، مسمومې شوې، خو دا پېښه هېڅکله ونه څېړل شوه.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته نجونې او ښځې له زده کړو او وروسته په دفترونو په تېره بیا نادولتي مرستندویه بنسټونو کې له کار کولو منع شوې.