افغانستان

ملګرو ملتونو کې د سویس سفیره: د افغانستان وضعیت «یوه لویه ستونزه» ده

پاسکال برسویل، په ملګرو ملتونو کې د سویس سفیر د دوشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې وضعیت « یوه سخته ستونزه» ده او هیله لري چې د دوحې غونډه له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه لاره پيدا کړي.

برسویل چې د دوشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ماموریت د پیل په مناسبت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وینا کوله وې‌ویل، چې د افغانستان د وضعیت لپاره هېڅ جادويي حل‌لار نشته.

هغې خبریالانو ته وویل: «زه هیله لرم چې د دوحې په غونډه کې به د دې وضعیت د اداره کولو د څرنګوالي په اړه بحث وشي.»

برسویل زیاته کړه، د طالبانو دا پرېکړه چې افغانستان کې په مرستندویه بنسټونو کې افغان میرمنې د کار کولو اجازه نه لري «د منلو نه» ده او «د ښځو له شتون پرته د پروژو پلي کول ناشوني دي. نو دا یوه لویه ستونزه ده.»

هغې وویل: «موږ د دې لپاره جادويي حل‌لار نه لرو او زه هیله لرم د دوحې غونډه چې د سویس استازي پکې ګډون نه‌لري، د دې وضعیت د مدیریت څرنګوالي په اړه بحث وکړي او طالبان به یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غږ تر اغېزې لاندې هم وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د دوشنبې په ورځ دوحه کې د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو له ځانګړو استازو سره د تړلو دروازو تر شا دوه ورځنۍ غونډه پیل کړه.

د ملګرو ملتونو ویاند اسټیفن دوجاریک ویلي، د دې غونډې موخه «له طالبانو سره د اړیکو د څرنګوالي په اړه په نړیواله ټولنه کې یوې ګډې هوکړې ته رسېدل دي.»

د دوجاریک په وینا؛ په دې غونډه کې به پر مهمو موضوعاتو لکه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو پر حقونو، ټول‌ګډونه حکومتولۍ، له ترهګرۍ سره مبارزه او د نشه‌يي توکو پر قاچاق خبرې وشي.

په دې ناسته کې د چین، فرانسې، جرمني، هند، اندونزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیې، سعودی عربستان، تاجکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربی اماراتو، بریتانیا، امریکا، ازبکستان، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان استازي ګډون لري.