افغانستان

په سوډان کې د وسله والو نښتو دوام؛ ۲۵ تنه مړه او ۱۸۳ نور ټپیان شوي

د سوډان په پلازمیني خرطوم او ددې ولایت په یو شمېر نورو ښارونو کې د شنبې په ورځ د دوو وسله والو لوریو ترمنځ نښتې پيل شوې او لا هم روانې دي.

د سوډان دولت تر څارنې لاندې د «چټک غبرګون ځواکونه» په نوم ملیشه ځواکونو د شنبې په ورځ ددغه هېواد له پوځ سره جګړه پیل کړه.

رویټرز خبري آژانس رپوټ ورکړی چې ملیشه ځواکونو د ولسمشرۍ ماڼۍ، د پوځ د قوماندې مرکز، د خرطوم نړیوال هوايي ډګر او په شمال کې د مروي او لوېدیځ کې د العبید ښارونو هوايي ډګرونه نیولي دي.   

د ملیشو له خوا د مروې ښار د هوايي ډګر له نیولو وروسته یوه پوځي وویل: «لومړی څه چې موږ یې د سوډان خلکو ته په اړه ډاډ ورکوو دا دي چې د وسله والو ځواکونو لپاره نه یو راغلي، مصریانو، خاینو وسله والو ځواکونو د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې، ځکه دوی مزدور دي. اوس د خدای په فضل بشپړ کنټرول په واک کې لرو، هوايي ډګر سقوط شوی او اوس زموږ په واک کې دی او د خدای شکر دی چې په بشپړ ډول بریالي یوو.»

له بلې خوا، ملیشو ځواکونو د شنبې په ورځ یو شمېر تصویرونه خپاره کړي چې پکې ښودل شوي مصري پوځیان دوی ته تسلیم شوي دي.

تراوسه په مروې ښار کې د مصري ځواکونو د حضور په اړه روښانه مالومات نه دي ورکړ شوي، خو ویل کېږي چې مصري او سوډاني ځواکونو له ایتوپيا سره له ډیپلوماتیکو اختلافانو وروسته د دغه هېواد په شمال کې په دوره يي توګه پوځي مانورې ترسره کولې.

له بلې خوا د سوډان پوځ ویلي چې له ملیشه ځواکونو سره جګړه کوي او هېڅ ډول خبرې اترې به ونه کړي.

د سوډان پوځ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د «چټک غبرګون ځواکونو» تر له منځه تلو پورې هېڅ ډول مذاکره یا خبرې اترې نشته.

تراوسه روښانه نه ده چې د سوډان د پوځ او ملیشه ځواکونو ترمنځ د قدرت پر سر جګړه کې تراوسه څومره وګړي قرباني شوي دي. خو «بي بي سي» راپور ورکړی چې تراوسه په دغو نښتو کې د اوولسو ملکي کسانو په ګډون ۵۵ تنه وژل شوي دي.

همداراز رویټرز راپور ورکړی چې په دغو نښتو کې تراوسه لږ ترلږه ۲۵ تنه مړه او ۱۸۳ نور ټپیان شوي دي.

دا نښتې له پوځ سره د «چټک غبرګون ملیشه ځواکونو» د یو ځای کېدو او دا چې څوک باید پر دغه بهیر څارنه وکړي پر سر د پوځ او ملیشو ترمنځ د اختلافاتو له زیاتوالي وروسته پیل شوې دي.