په هرات کې د خصوصي ښوونځیو ټولنې مسوولین وایي، په هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دې ولایت کې د څه د پاسه ۵۰ ښوونځیو دروازې تړل شوې دي.
د دغو مسوولینو په وینا، له شپږم ټولګي پورته نجونو د زده کړو مخنیوی، د بودیجې نشتوالی او ناوړه اقتصادي وضعیت په هرات کې د ښوونځیو د تړل کېدو اصلي لاملونه دي.
له بلې خوا، ددې ټولنې مسوولین وايي چې د پوهنې وزارت له خوا د نجونو د زده کړو له مخنیوی وروسته، یو شمېر ښځینه ښوونکې هم وزګارې شوې دي.
په هرات کې د خصوصي ښوونځیو د ټولنې رییس صابر مشعل وايي چې ددې ولایت په خصوصي ښوونځیو کې څه د پاسه ۵۰ زره نجونو زده کړه کوله چې د پوهنې وزارت د اعلامیې له خپرېدو او د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، دا نجونې په کور کیناستې او کابو ۵۰ ښوونځي د بودیجې د نشتوالي له امله وتړل شول چې ښځینه ښوونکې یې هم وزګارې شوې.
هغه وايي: «موږ د جمهوریت پرمهال کابو ۲۵۰ خصوصي ښوونځي لرل چې د اسلامي امارت (طالبانو ادارې) په راتلو سره دا شمېر کم شو او اوسمهال په هرات کې دوه سوه خصوصي ښوونځي فعالیت لري، خو له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه تللی.
ژوند مو سخت تېرېږي
له بلې خوا ددغو ښوونځیو یو شمېر ښوونکې هم له وزګارۍ شکایت لري او د نجونو زده کوونکو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستو غوښتونکې دي.
د یوه خصوصي ښوونځي ښوونکې سمیه شمس وايي، د خپلې کورنۍ د اړتیاوو برابروونکې ده او په هغه معاش چې ترلاسه کاوه یې د کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې به یې پرې برابرولې. خو د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې ژوند ډېر ګران شوی دی.
هغې زیاته کړه: «کابو پنځه کاله کېدل چې په یوه خصوصي ښوونځي کې مې کار کاوه عاید مې ښه و، له دې لارې مې د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې برابرولې، له هغې وروسته چې طالبان واکمن شول معاش مو کم شو، خو د نجونو ښوونځیو له تړل کېدو وروسته مو هغه کم معاش هم بند شو او اوس مې مالي وضعیت خراب شوی دی. زما لپاره چې د کورنۍ د اړتیاوو برابروونکې یم ژوند سخت شوی دی.»
مېرمن شمس ټینګار کوی چې د طالبانو دا سیاست د دې ترڅنګ چې ډېر ناسم دی د خلکو لپاره ستونزې زیاتوي او همداراز که طالبان د خلکو لپاره ژوند سخت کړي؛ بالاخره به خلک انقلاب وکړي او دا مخالفت به د لوږې له امله وي.
په هرات کې د یوه خصوصي ښوونځي ښوونکې مریم رشید هم څو میاشتې مخکې خپله دنده له لاسه ورکړې او له سختو ستونزو سره مخ ده، هغې آن د خپلو بډوډو د پلورلو اقدام هم کړی دی.
مریم چې د خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ د اړتیاوو یوازینۍ برابروونکې ده وايي، له زدهکړو د نجونو منع کول نه یوازې د نالوستو نسلونو د رامنځته کېدو لامل کېږي بلکې د ټولنې یوه برخه به له لوږې له منځه یوسي.
هغې ټینګار وکړ: «د طالبانو ایډیولوژي دا ده چې ښځې دې له ټولنې ګوښه شي ترڅو په یوازیتوب واکمني وکړي. خو نه پوهېږي چې د خپل حکومت د دوام لپاره، ښځې هم باید پکې ونډه ولري. ځکه که وضعیت همداسې پر مخ ولاړ شي موږ به یوازې نالوستی قشر ولرو او دا د شرم وړ ده، ځکه اقتصاد، ټولنه او کلتور له یو بل سره اړیکه لري هر یو چې په ټپه ودرېږي، بله برخه هم فلج کوي.»
اقتصادي پرمختګ د ښځو له حضور پرته ناشونی دی
په همدې حال کې اقتصادي کارپوهان وایي، د ښوونیزو مرکزونو او ټولو بنسټونو تړل په ټولنه کې د اقتصاد او پیسو څرخ ټکنی کوي او په ډېری برخو کې به د اقتصادي نظام د له منځه تلو لامل شي.
یو اقتصادي کارپوه احسان واثق باوري دی: «په اوسنیو شرایطو کې چې هېواد له اقتصادي ناورین سره مخ دی، باید د دغو خصوصي مرکزونو د هڅولو په لټه کې ووسي ترڅو اقتصادي نظام له منځه ولاړ نه شي. د نجونو د خصوصي ښوونځیو تړل کېدل او په ټوله کې د ښځو پر فعالیت بندیز، د ټولنې د سیاسي پرمختګ پر بهیر او د ټولنې پر ټولو ګړو ډېره اغېزه لري. له ښځو او د هغوی له ګډون پرته اقتصادي پرمختګ ناشونی دی.»
هرات کې د طالبانو د پوهنې ریاست د مسوولینو په وینا په ۱۴۰۰ کال کې ۴۰۰ نجونې زدهکوونکې په ټولو خصوصي او دولتي ښوونځیو کې پر زدهکړو بوختې وې چې له دې منځه ۵۰ زره یې د خصوصي ښوونځیو زدهکوونکې وې.
هرات کې د طالبانو د پوهنې رییس عبدالله امیني د نوي ښوونیز کال د پيل په مراسمو کې ویلي چې په ۱۴۰۲ کال کې په دغه ولایت کې ۷۰۰ زره زدهکوونکې ښوونځي ته ځي.
د هغه په وینا په نوي ښوونیز کال کې به هېڅ ښوونځی تړلی نه وي او په هرات ښار او ۱۹ ولسوالیو کې به ۱۲۰۰ ښوونځي د نجونو او هلکانو پرمخ پرانیستي وي.
طالبان په داسې حال کې د هېواد د پوهنې وضعیت ښه بولي چې په افغانستان کې د ماشومانو او زدهکړو ملاتړي بنسټونه د پوهنې وضعیت ښه نه ګڼي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف ویلي و، چې افغانستان کې لږترلږه ۴.۲ میلیونه ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي او ۶۰ سلنه یې نجونې دي او دا د افغانستان د اقتصاد او پوهنې لپاره وېروونکی زیان دی.
دا په داسې حال کې ده چې له ماشومانو د ملاتړ نړیوال بنسټ د شمېرو له مخې افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو دوه له زدهکړو بېبرخې دي او له زدهکړو د نجونو بېبرخې کېدل به اقتصاد تر دې لا زیات له پرځېدو سره مخ کړي.