سویلي آسیا

پاکستان د ترهګرۍ ګواښ د بشپړ له منځه وړلو لپاره عملیات پیلوي

د پاکستان د ملي امنیت کمیټې د جمعې پر ورځ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ګواښ د رېښو له منځه وړلو لپاره به د «دولت او خلکو» په ملاتړ هراړخیز عملیات پيل کړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د ملي امنیت کمیټې د یوڅلوېښتمې ناستې مشري پر غاړه لرله او په دې غونډه کې ایالتي وزیرانو، پوځیانو او لوړپوړو چارواکو هم ګډون درلود.

لومړی، د پاکستان صدراعظم ټینګار وکړ چې ملي امنیت او مرسته رسوونه د دغه هېواد د وګړو لپاره ډېر ارزښت لري او مسوولینو ته یې امر وکړ ترڅو په دې برخه کې اقدامات پیل کړي.

هغه پر هر اړخیز امنیت په ټینګار سره خلکو ته د مرستې رسوول ارزښتناک ګام وباله او په دې غونډه کې یې ګډونوالو ته وویل چې دولت په دې برخه کې ځینې اقدامات ترسره کوي.

د پاکستان چارواکو ټینګار وکړ چې هر اړخیز عملیات به په دغه هېواد کې د ترهګرۍ تر بشپړ له منځه وړلو پورې دوام وکړي.

دغې کمیټې اعلان وکړ چې د ترهګرۍ وروستۍ څپه د سختو تدابیرو او د پاکستاني طالبانو تحریک پروړاندې د سنجول شوي سیاست د نشتوالي له امله ده او د باور جوړولو لپاره «د پاکستاني طالبانو تحریک خطرناک ترهګر له زندانونو خوشي شول.»

دغې کمیټې همداراز وویل، د پاکستاني طالبانو تحریک له افغانستانه د بېلابېلو ترهګریزو سازمانونو له خوا ملاتړ ترلاسه کوي، چې په پاکستان کې یې سوله او ثبات له ګواښ سره مخ کړی دی.

پاکستاني چارواکو هوکړه وکړه چې د ترهګریزو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره به په نویو هر اړخیزو عملیاتو کې د دیپلوماتیکو، پوځي، اقتصادي او ټولنیزو هڅو له جوړښت څخه کار واخیستل شي.

په همدې حال کې د دې ناستې په لړ کې یوه عالي کمیټه هم رامنځته شوه ترڅو په روانو دوو اونیو کې د دغه سیاست د پلي کولو لپاره سپارښتنې او ځانګړتیاوې وړاندې کړي.

په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر په «شامبای» مشهور د «ګلزار امام» د نیولو لپاره د دغه هېواد اطلاعاتي سازمان له عملیاتو هرکلی وکړ. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، ګلزار امام د بلوچ ملي پوځ بنسټ اېښوودونکی دی چې په تېرو کلونو کې یې د دغه هېواد د دولتي ځواکونو پروړاندې د سترو بریدونو مسوولیت درلود.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د بې‌مخینې اقتصادي ناورین ترڅنګ د ترهګریزو ګواښونو له یوې څپې سره هم مخ شوی دی. د اسلام‌اباد او د پاکستاني طالبانو تحریک ترمنځ د اوربند له لغوه کېدو وروسته، دغه هېواد د مرګونو بریدونو شاهد و چې په پایله کې یې د دې هېواد یو شمېر پوځیان مړه او ټپیان شول.