ورزش

امریکايي ـ بریتانیايي سوک وهونکی اندروتیت کورني بند ته ولېږدول شو

پخوانی مسلکي او مشهور سوک وهونکی د رومانیا په پلازمیني بخارست کې د محکمې له حکم وروسته د پولیسو له بنده په کور کې نظربندۍ ته ولېږدول شو.

تیت او ورور یې تریستان او دوې نورې رومانیایۍ مېرمنې د دسمبر له ۲۹مې نېټې راهیسې د انسان د قاچاق، تېري او له ښځو د جنسي ګټې اخیستو په موخه د یوې جنایتکارې ډلې د جوړولو په تور تر پلټنو لاندې دي.

داندرو تیت وکیل یوګن ویدیناک خبریالانو ته وویل: «موږ د محکمې پرېکړه قانوني، بشپړه او سمه بولو.»

د وکیل په وینا د تیت وروڼه ددغو تورونو له شاهدانو سره له اړیکو او د چارواکو له اجازې پرته له کوره له وتلو منع دي.

د اندرو تیت ورور تریستان له زندانه بهر رومانیایي خبریالانو ته وویل: «موږ کور ته ځو.

ددې اونۍ په سر کې، د بخارست استیناف محکمې، په وثیقې سره د خوشي کولو لپاره د تیت وروڼو غوښتنه رد کړه او د پولیسو په بند کې یې د دوی د پاتې کېدو مخکیني احکام وغځول، قاضیانو ویل چې د تیت وروڼه ښايي له رومانیا ووځي او د دوی آزادول ښایي پلټنې له خطر سره مخ کړي.

د رومانیا له پلان شویو جرمونو سره د مبارزې څانګې ویاند رامونا بولا رويټرز ته وویل: «څلور واړه (تورن) نن شپه وځي، وروستۍ پرېکړه ده، خو پلټنې دوام لري.»

بولا ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د جمعې په ورځ پلټنې زیاتوي که نه، وویل چې څارنوالان د جون میاشتې ترپایه وخت لري ترڅو شکمن محاکمې ته ولېږي.

څارنوالانو ویلي چې د تیت وروڼو د قربانیانو په یرغمل کولو او دروغو ادعا سره چې د رابطې یا واده غوښتونکي دي، دوی ګمارل. وروسته یې قربانیان د ټولنیزو رسنیو لپاره د پورن تولید ته اړ ایستل چې پراخه مالي ګټه یې لرله.

امریکایي ـ بریتانیايي رسنیز شخصیت، سوداګر او پخواني مسلکي سوک وهونکي تیت چې په ۲۰۱۶ کال کې د بیګ برادر په نوم یوه ریالیتي پروګرام کې برخه لرله ډېر د پام وړ شو او له هغې وروسته چې د ښځو په اړه یې نظریات په ټولنیزو شبکو کې جنجال پاروونکي شول، په ټولنیزو برخو کې له حضوره منع شو.

په ۲۰۲۲ کال کې، تیت په ټولنیزو رسنیو کې د ډېری ځوانانو او تنکیو ځوانانو لپاره غوره څېره شوه. تیت چې له دې مخکې ځان یو جنیست ځپلی او د ښځو ضد بللی و، وې ویل چې «ښځې د نارینه وو اړوند دي.»