د پلخمري ښار یو شمېر اوسېدونکي په دې ښار کې د وسله والو غلاوو پر زیاتوالي اندېښمن دي او وايي چې په تېره یوه اونۍ وسله والو غلو د بغلان د پلخمري ښار د دوو اوسېدونکو ۴۵ زره ډالر غلا کړي دي.
د پلخمري ښار یو صراف عبدالجلیل آمو ته وویل چې وسله والو غلو، سه شنبې د سلواغې په ۲۲مه سهار مهال دېرش زره ډالر د هغه له هټۍ غلا کړي دي.
هغه زیاته کړه چې وسله والو غلو د طالبانو د یوه غړي په حضور کې چې په دې سیمه کې ګمارل شوی و ترڅو د صرافیو امنیت خوندي کړي هټۍ ته یې ورننوتلی او پیسې یې له ترې وړې دي.
نوموړی وایي، هغه تصویر چې په امنیتي کمرو کې یې ثبت کړي، څلورو تنو وسله والو د قفل په ماتولو هټۍ ته ننوتل او پیسې یې ترې وړې دي.
دغه صراف وايي چې له دې پېښې وروسته د طالبانو له خوا نظارت خونې ته ورغوښتل شوی او پلټنې ترې شوې دي.
د عبدالجلیل په وینا طالبانو هغه تورن کړی چې د پیسو په غلا کولو کې یې په خپله لاس لري.
نوموړی زیاتوي، له هغې وروسته چې طالبانو بیولی و د صرافانو په منځګړیتوب له هغوی څخه خوشی شوی دی.
له بلې خوا، د پلخمري ښار یو بل اوسېدونکی وایي چې د سلواغې په شلمه نېټه وسله وال غله د شپې له خوا د نوموړي کور ته ورغلي او د هغه ۱۵ زره ډالر یې ترې وړي دي.
د پلخمري دغه اوسېدونکي وویل: «درې وسله وال غله د دېوال له لارې زما کور ته ننوتل او د وسلې په میل سره یې پر سر ووهلم او پیسې مې یې رانه یووړې.»
هغه په دوام کې وویل، په هماغه شپه له هغې وروسته چې له کوره یې پیسې غلا شوې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ته ورغلی او دوی ورته ویلي چې اوس شپه ده او سبا راشه.
نوموړی ټینګار کوي: «سبا بیا ورغلم، خو تراوسه یې هېڅ اقدام نه دی کړی.»
موږ غوښتل چې په دې اړه د طالبانو رسمي نظر هم ترلاسه کړو؛ خو په بغلان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مصطفی هاشمي د آمو د خبریال اړیکو ته ځواب ورنه کړ.
د طالبانو له واکمنۍ او په افغانستان کې د بې وزلۍ له بې مخینې زیاتېدو وروسته، د افغانستان په ولایتونو کې د غلاوو پېښې زیاتې شوې دي.