په هند کې د روسیې سفیر وایي چې نوی ډیلی غواړي له مسکو سره په نږدې تماس، د افغانستان مسایل حل کړي.
د روسیې تاس خبري آژانس په نوي ډیلي کې د روسیې د سفیر دنیس علي اف له قوله لیکلي چې هند هڅه کوي له روسیې سره یو ځای او په همغږې توګه، د افغانستان د مسایلو په اړه تعامل وکړي او د افغانستان د ستونزو په اواري کې ونډه واخلي.
په هند کې د روسیې سفیر وايي، هغه مخالفتونه چې په اوسني وخت کې د نوي ډيلي او اسلام آباد ترمنځ موجود دي، ددې تعامل په وړاندې به خنډ نه شي.
په نوي ډیلي کې د روسیې سفیر دنیس علي اف وویل: «هند د افغانستان د مسایلو د حل لپاره له موږ سره همغږۍ ته لېواله دی او زه فکر کوم چې دا فارمت، د مسکو د فارمت په شان ښه لرلید لري.»
له بلې خوا، یو شمېر مخکیني دیپلوماتان وايي چې د ترهګرۍ او نشه یي توکو د قاچاق ودې، د سیمې هېوادونه په تېره بیا هند او روسیه اندېښمن کړي او دا هېوادونه خپل امنیت له ګواښ سره مخ بولي.
د نورالله راغي په وینا، ددغو هېوادونو همغږي او انسجام په افغانستان کې د ناوړه امنیتي وضعیت ښودنه کوي.
راغي په دوام کې وویل: «شک نشته چې د افغانستان په هکله د سمون او همغږۍ په موخه د هند، روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو هڅې، ددې ښودنه کوي چې دا هېوادونه د افغانستان د وضعیت او هغه څه چې دلته تېرېږي، د ګواښ او اندېښنې احساس کوي.»
هغه زیاته کړه، دا هېوادونه هېڅکله نه هېروي چې امریکا شل کاله پر جمهوري نظام پانګونه کړې او هغه یې د خدای د رضا په خاطر د طالبانو لمنې نه غورځولی.
همداراز د سیاسي چارو یو شنونکی وایي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره، په هېواد کې ترهګرۍ وده کړې او ډېری هېوادونه په دې اړه اندېښمن دي.
ولي فروزان وویل: «ترهغه چې امریکا په افغانستان کې حضور درلود، د روسیې، هند او ایران امنیت نیول شوی و او د امریکايي ځواکونو په وتلو ددغو هېوادونو پام شوی، اسلام پالې افراطي ډلې چې ریښې یې په پاکستان کې دي او په تېرو اویا کلونو کې دوي د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره ګواښ و او اوس هم دي، لا خطرناکېږي او له بلې خوا، د هېوادونو امنیت یې وړیا نه خوندي کېږي او باید د امنیت د خوندیتوب لپاره لګښت وکړي.»
له دې مخکې، روسیې د افغانستان په اړه د G5 په شان پنځه اړخیزې طرحې وړاندې کړی و.
په ۲۰۱۷ کال کې هم په افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر د پرمخ بېولو لپاره، د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان و ازبکستان په ګډون د مسکو فارمټ جوړ شو.