دا لومړی ځل دی چې له کندهار ولایته ۱۵۰ لیتره د هنجې شیره بهر ته صادره شوه.
کروندګر وایي، کندهار کې د هنجي بوټي له آب هوا سره برابر او حاصلات به يې د دوی له اقتصاد سره مرسته وکړي.
د کندهار په عینو مېنه کې پر يو نیم جريب ځمکه د هنجې بوټي کرل شوي دي.
د کروندګرو په خبره هنجه د نورو کښتونو په پرتله کم زحمت غواړي، خو حاصلات يې بيا د نورو کرنیزو توکو په پرتله لوړه بیه لري.
په عینو مېنه کې د هنجې یو کروندګر محمد ابراهمی وایي، د هنجې کښت په ټول کال کې یو ځل زحمت غواړي.
هغه زیاته کړه: «ما په ټول کال کې یو ځل پر دې کښت زیار ایستلی او نور هېڅ زحمت نه لري، ددې بوتي عُمر زیات دی او لږ اوبه غواړي، اوسمهال د هنجې یوه کیلو شیره په ۲۵۰ ډالره پلورل کېږي.»
د کندهار لپاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ اداره وایي، تازه د کندهار ښار په مرکز او ځینو ولسوالیو کې چې، وړاندې پکې نشه يې توکي کرل کېدل د هنجي کښتونه دود شوي دي.
په کندهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو محصولاتو آمر شمس الرحمن موسی وایي چې هنجه په دې ولایت کې د کوکنارو بدیل کښت دی.
هغه زیاتوي: «په اوسني وخت کې په کندهار ښار او یو شمېر ولسوالیو په تېره بیا دامان کې په اوه جریبه ځمکه هنجه کرل شوې او دا کښت د پرمختیا په حال کې دی چې د نشه يي توکو بدیل کښت دی.»
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي چې د هنجې شیره په نړیوالو بازارونو کې لوړه بیه لري او که کروندګر هغه دود کړي، د دې ولایت اقتصادي وده به زیاته شي.
ددې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي: «د لومړي ځل لپاره ۱۵۰ د هنجې شیره راټوله او له هېواده بهر ته صادره شوې. د هنجې بیه لوړه ده او د کښت دودېدل به یې له اقتصادي پلوه له موږ سره مرسته وکړي.»
مسوولين زیاتوي، هنجه او زعفران په دغه ولایت کې د نشه يې توکو ښه بدیل کښتونه کېدای شي.
د هنجي بوټی دېرش کاله عمر لري او په کال کې ورڅخه تر شلو ځلو شېره راټولېږي.
دغه بوټي له دې مخکې په طبیعي ډول له غرونو ترلاسه کېده، خو اوس يې کروندګر په عصري ډول ترسره کوي.
د هنجې کرل د کندهار ترڅنګ، په زابل، هلمند او ارزګان ولایتونو کې هم د ودي په حال کې دي.