سوداګري

افغان سوداګر د چابهار بندر له لارې د توکو د لېږد په برخه کې د آسانتیا غوښتنه کوي

د ننګرهار سوداګر وایي، د چابهار سوداګریز بندر له لارې سوداګري ورته سخته او په لوړه بیه ځکه تمامېږي چې هلته د اړتیا وړ آسانتیاوې نه دي برابرې شوې.

له بلې خوا، د طالبانو د عدلیې رییس مولوي فاتح، د دې ډلې په استازیتوب په جلال‌اباد کې د ایران کونسلګرۍ د ۴۴ کلیزې په ویاړ جوړه شوې ناستې ته په وینا کې ایران او پاکستان ته په تونده بڼه وویل، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

نوموړي د ایران له همکارۍ مننه وکړه خو غوښتنه یې ترې وکړه چې د افغانستان پر ضد دې چاته اډې نه ورکوي.

مولوي فاتح پاکستان ته د ګواښ په ډول وویل، چې د افغانستان کمه اندازه خاوره به هم ورته پرې‌نه‌ږدي او اجازه به ورنه‌کړي چې دوی هم پر افغان خاوره تېری وکړي.

هغه زیاته کړه: «د ایران له ښه سلوکه مننه کوم، خو غوښتنه ترې کوم چې زموږ خلاف دې چاته هډې نه ورکوي او له پاکستان سره ښه سلوک غواړو خو د نوک په اندازه ورته خپله خاوره نه پرېږدم.»

اخوا، د ننګرهار د سوداګرۍ خونې رییس ګل‌مراد عرب وايي، چې په دغه بندر کې د پیسو د لېږد په برخه کې شته ستونزو یې سوداګري سخته کړې ده.

نوموړی زیاتوي که دا ستونزه حل شي نو د جابهار بندر له لارې به یې په سوداګرۍ کې زیاتوالی راشي.

ګل‌مراد عرب زیاته کړه: «د کراچۍ بندر موږ ته نږدې دی او له همدې لارې زموږ توکي را واردېږي. چا بهار بندر چې لیرې هم دی زموږ په لوړ لګښت راځي او د پيسو په لېږد کې ستونزې لرو.ِ»

یو بل سوداګر مخلص بیا د چابهار ترڅنګ د پاکستان له اړیکو هم ناخوښي څرګندوي.

هغه وایي، پاکستان د پیسو په لېږد کې ورسره مرسته نه کوي نو له همدې امله د پیسو لېږد په ناقانونه توګه ترسره کېږي.

ډاکټر مخلص زیاتوي: «له پاکستان سره په سوداګرۍ کې اوس هم ستونزې شته د پیسو لېږد اوس هم په ناقانونه توګه ترسره کېږی.»

سوداګر وایي، که د دوی پر وړاندې ستونزې حل او لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شي ښايي چې سوداګري یې لا پراخه او کاري فرصتونه به هم زیات شي.

اخوا، په ننګرهار کې د ایران جنرل کونسل مجید صادقي دولت ابادي بیا سوداګرو ته ډاډ ورکوي، چې د چابهار بندر له لارې به یې شته ستونزو ته حللاره ولټول شي.

هغه وایي ایران هڅه کوي د سیمې له سوداګرو په ځانګړي ډول افغان سوداګرو سره مرسته وکړي او دا برخه لا پراخه کړي ترڅو دواړو لوریو ته ولسي خلک ترې ګټه پورته کړي.

دولت ابادی وایي: «موږ غواړو د سوداګرۍ په برخه کې د سیمې له سوداګرو په ځانګړي ډول افغان سوداګرو سره مرسته وکړو، هڅه کوم چې سوداګري لا پراخه شي، څومره چې سوداګري پراخه شي د دواړه غاړو خلکو ته یې ګټه زیاته ده.»

د یادونې وړ ده، چې د ایران او افغانستان تر منځ د سیاسي ناندریو له امله وخت ناوخت دواړو لوریو ته سلګونه بار وړونکي موټر ولاړ وي چې له امله یې سوداګرو ته ګڼ زیانونه اوړي او سوداګریزې چارې ورسره ټکنۍ کېږي.