د وږمې خاوند په مخکیني حکومت کې د پولیسو افسر و، خو وروسته له هغې چې حکومت ړنګ شو، د طالبانو له خوا د نیول کېدو له وېرې له افغانستانه ولاړ. اوس وږمه او پنځه ماشومان یې یوازې پاتې دي.
وږمه وایي چې خاوند یې په ۱۳۸۵ کال کې د کابل د پولیسو له اکاډمۍ فارغ شو او د مخکیني حکومت تر پرځېدو یې د کورنیو چارو وزارت په بېلابېلو برخو کې کار کاوه.
هغه وایي: «نن زه او کورنۍ مې د ژوند لپاره ځای نه لرو. د یوه خپلوان په کور کې له خپلو پنځو اولادونو سره ژوند کوم. طالبان زما په خاوند پسې ګرځي او هغه له مجبورۍ هېواد پرېښی دی. زه نه پوهېږم د هغه جرم څه دی او ولې باید په پټه ژوند وکړي.»
وږمه پر نړۍوالې ټولنې له نیوکې سره وایي، هغه څه چې طالبان یې «عمومي عفو» بولي، هېڅ شتون نه لري. نړۍ د طالبانو له خوا د مخکینیو پوځیانو د نیولو او وژلو پروړاندې پټه خوله ده او هېڅ څوک د پوځیانو لپاره څه نه کوي.
وږمه وایي: «نړۍ څه ته په تمه ده؟ ولې د پوځیانو لپاره یو څه نه کوي؟ ماشومانو مې څه ګناه کړې ده چې باید لوږه وزغمي؟ زه نه پوهېږم چې زموږ دا وېروونکی ژوند به تر کومه دا ډول دوام وکړي.»
د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره پټ ژوند کوو
فیصل یو بل مخکینی پوځي دی چې ۱۵ کاله یې په امنیتي ځواکونو کې کار کړی دی او اوس په ناوړه وضعیت کې دی.
هغه وایي له یوه لوري د طالبانو له خوا نیول کېدو ته اندېښمن دی او له بلې خوا وزګاري او بېوزلي د دې لامل شوې چې اقتصادي ستونزې یې پر ژوند فشار راولي.
فیصل د څلورو ماشومانو پلار دی او مېرمن یې د زړه ناروغي لري. هغه د عدالت غوښتنه لري.
نوموړی وایي: «سږ کال ژمی موږ نه د خوړلو ډوډۍ لرله او نه مو د کور د ګرمولو لپاره سونتوکي. ټول طالب جنګیالي معاش اخلي او موږ د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره پټ ژوند کوو.»
دغه مخکیني پوځي ټینګار وکړ، طالبان وایي چې تاسو مخکې پوځیان وئ او په تېر حکومت کې مو عیشاونوش کړی او هماغه مو بس دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته پوځي ځواکونه چې شمېر تر ۳۰۰ زرو زیات ویل کېږي، د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره بېلابېلو ځایونو ته تللي دي. یو شمېر یې نیول شوي او ځینې نورو یې بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی.
ماشومان مې د شپې لوږي ویده کېږي
قاسم ۲۹ کاله عمر لري او د مخکیني حکومت د پوځ غړی و، هغه وایي چې ۱۰ کاله یې د مخکینیو امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کړې ده.
هغه څلور اولادونه لري او د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لري.
قاسم وویل: «دومره کلونه مې په نظام کې خدمت وکړ، اوس ان ډوډۍ نه لرو. موږ په یوه کرایي کور کې اوسېږو او ماشومان مې د شپې لپاره ډوډۍ نه لري.»
دغه مخکینی پوځي دې ته په اشارې، چې نور د دندې ترسره کولو حق نه لري او د جمهوریت په پوځ کې د دندې ترسره کولو له امله د طالبانو له خوا شکنجه شوی، زیاتوي: «هېڅوک زموږ غږ نه اوري او نه پوهېږم څنګه خپل ژوند پرمخ بوزم، د ډېرې اندېښنې له امله رواني ستونزه راته پیدا شوې.»
مخکیني پوځیان په داسې حال کې د طالبانو په واکمنۍ کې د خپلو ستونزو په اړه خبرې کوي، چې دغې ډلې عمومي عفوه صادره کړې. په دې لړ کې، د مخکینيو امنیتي ځواکونو او سرتېرو د شکنجې او وژلو په اړه ګڼ راپورونه خپرېږي.
مخکیني امنیتي ځواکونه د طالبانو له خوا له نیولو، غچ اخیستنې او شکنجې شکایت لري او وایي، هغوی ته په بېلابېلو پلمو پر شکنجې سربېره سپکاوی کېږي او د بیاځلي نیول کېدو او یا وژل کېدو له وېرې، خبرې نه کوي او په رسمي توګه د نظر له څرګندولو ډډه کوي.
هغه نارینه او ښځې چې د جمهوریت په دوره کې یې د امنیتي ځواکونو په توګه خلکو ته خدمت کاوه، وايي چې د ځان او کورنیو د ژوند د اندېښنې له امله یې ګاونډیو هېوادونو ته پناه وړې ده. کوم پوځیان چې په هېواد کې پاتې دي له ګڼو ستونزو سره په پټه توګه ژوند کوي.
ډېری دا کسان هغه ځوانان دي، چې د افغانستان د پرځېدلي پوځ د بېلابېلو برخو غړي وو او سربېره پر دې چې کلونه کلونه یې په افغانستان کې خدمت کړی دی اوس پاملرنه نه ورته کېږي.