د بدخشان ولایت په شغنان ولسوالۍ کې د خصوصي ښوونیزو مرکزونو مسوولین د طالبانو له محدودیتونو وروسته د دغه مرکزونو وضعیت ته اندېښمن دي.
شغنان کې د یوه خصوصي ښوونیز مرکز مدیر محبت شاه نعیمي وایي، چې د جمهوریت په دوره کې یې تر ۳۰۰ زیات زدهکوونکي او ۱۰ ښوونکي لرل؛ خو له بدهمرغه په هېواد کې د وروستیو سیاسي بدلونونو او پر نجونو د محدودیتونو د لګولو له امله ټول روزنیزو مرکزونه د پرځېدو په حال کې دي.
نعیمي په دوام کې وویل: «په داسې حال کې چې اوسمهال موږ د رضاکاره ښوونکو په مرستې وړیا خدمات پیل کړي دي؛ خو د زدهکوونکو شمېر ډېر کم دی. هلکان زدهکوونکي هم د خویندو له حضور پرته خپل راتلونکی ناڅرګند او تیاره ګڼي.»
په همدې حال کې به شغنان ولسوالۍ کې یو شمېر ښځې په پټه یوه کور کې پر زدهکړو بوختې دي.
د یوه پټ ښوونځي استاد چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «د شغنان خلک تل د زدهکړو په برخه کې مخکې وو. له کومې ورځې چې د طالبانو ادارې کار پیل کړی دی، نجونې په ښوونیزو مرکزونو کې د ګډون اجازه نه لري. ما پرېکړه وکړه چې له هغوی سره مرسته وکړم اوس ۴۰ نجونو ته د ریاضي درس ورکوم.»
افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو د طالبانو له محدودیتونو وروسته په اشکاشم، شغنان او واخان ولسوالیو کې ډېری نجونې په پټه توګه زدهکړې کوي او کم شمېر یې د طالبانو فشارونه پر ځان منلي او په کور شوې دي.
انیسه یوه له هغو نجونو ده چې د طالبانو د محدودیتونو له لګولو او د کورنۍ له خوا د اجازې نه لرلو له امله له زدهکړو پاتې شوې ده.
هغه وایي: «زموږ په ټولنه کې ټول واک د نارینهوو دی او د ښځو حقونو ته څوک درناوي نه کوي. له دین څخه ناسم اخیستون لري، د قرانکریم ایات ناسم تفسیروي او هغه حق چې قران د ښځو د زدهکړو لپاره ورکړی، عمل نه پرې کوي.»
شغنان کې د یوه بل ښوونیز مرکز مسوول هم له ناوړه اقتصادي وضعیته سر ټکوي. دغه مرکز تر ۱۵۰ زیات زدهکوونکي لري چې یوازې ۶۶ تنه یې هلکان دي.
دغه زدهکوونکي د کانکور ازموینې لپاره په دې مرکز کې چمتوالی نیسي او ځینې یې په بېلابېلو برخو کې پر زدهکړو بوخت دي.
د الماس ښوونیز مرکز بنسټ اېښوودنکی فرید وایي، چې څو کاله مخکې یې په ډېرې سختۍ دغه مرکز جوړ کړ. هغه وایي: «له کله چې طالبانو د نجونو لپاره زدهکړې منع کړې دي، کورس له سقوط سره مخ دی؛ ځکه هر کال ډېره برخه زدهکوونکې نجونې وې.»
هغه زیاته کړه: «زموږ د زدهکوونکو شمېر ورځ تربلې کمېږي، موږ له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ یو. د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری دی او زدهکوونکي د پیسو د نشتون له امله نه شي کولای د خپلې خوښې ټولګي کې نوملیکنه وکړي.»
عزیز محمد د دغه ښوونیز مرکز یو زدهکوونکی دی. هغه وایي: «زه د کانکور لپاره د چمتوالي ټولګي کې درس وایم؛ خو په دې مرکز کې ان یوه چوکۍ هم نشته ترڅو موږ په سمه توګه درس ووایو او د هوا سړېدو زموږ ستونزې زیاتې کړې دي.»
په همدې حال کې د شغنان ولسوالۍ یو مدني فعال نوروزعلي د ښوونیزو مرکزونو زیاتوالي ته په اشارې وویل: «زموږ خلکو تل د حکومتونو له مرستې پرته خپلې ستونزې هوارې کړې دي. نن هم په شغنان کې نجونې زموږ په آند د نورو ولسوالیو په پرتله ډېرې نجونې په حضوري او پټه توګه درس وایي.»
دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې طالبانو سربېره پر دې چې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ یې د ښوونځیو دروازې تړلې وې، په پوهنتونونو کې یې هم د نجونو حضور منع اعلان کړ.