افغانستان

د طالبانو د پرېکړې په غبرګون کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې او درېیو نورو بنسټونو د فعالیت درېدل

د ژغورنې نړیوالې کمیټې چې کابو درې زره ښځینه کارکوونکې لري د ښځینه کارکوونکو د کار د مخینوي په اړه د طالبانو د نوې پرېکړې په اعتراض کې په افغانستان کې خپل فعالیت درولی دی.

د ژغورنې نړیواله کمیټه په هغه نوملړ کې ورزیاته شوه چې په افغانستان کې یې خپل فعالیتونه پای ته رسولي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د یکشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې اړمنو کسانو ته د مرستو په وېشلو کې پر خپلو ښځینه کارکوونکو تکیه لري او که د ښځو د ګمارلو اجازه ونه لري، په افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام نه شي ورکولای.

په دغه بیانیه کې راغلي: «له دې امله، د ژغورنې نړیواله کمیټه په اوسني وخت کې په افغانستان کې خپل خدمات دروي.ِ»

دغه سازمان وویل: «د افغانستان په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار د مخنیوي په اړه د طالبانو له وروستي فرمانه ناهیلي شوي دي.»

د ژغورنې نړیواله کمیټه له ۱۹۸۸ کال راهیسې په افغانستان کې کار کوي او په ټول هېواد کې یې له میلیونونه وګړو سره مرستې کړې دي.

دغې کمیټې د بیانيې په دوام کې لیکلي: «د کلونو په اوږدو کې، موږ هېڅکله مجبور نه وو چې د ملاتړ له وړاندې کولو لاس واخلو.ِ»

د ژغورنې نړیواله کمیټه یو مهم کار ګمارونکی بنسټ دی او په اوسني وخت کې په افغانستان کې څه د پاسه اته زره کارکوونکي لري چې کابو درې زره یې ښځې دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې په دوام کې لیکلي، دې ته په پام سره چې افغانستان د بشردوستانه ناورین او اقتصادي پاشلتیا سره مخ دی، په تېر یوه کال کې په دې هېواد کې د خلکو په ژغورلو کې بشردوستانه عوامل اړین دي. په تېر یوه کال کې هېڅ یو ترسره شوی اقدام له ښځینه کارکوونکو پرته شونی نه و.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې اعلان کړی: «یوازې په تېر کال کې، د ښځو لپاره کار ته د لاسرسي محدودیتونو، د افغانستان له ماتې سره مخ اقتصاد له ستونزو سره مخ کړی او تر یو میلیارد ډالرو اقتصادي زیان د افغانستان د کورني ناخالص تولید ۵ سلنه یې له ځان سره لرلی دی.»

طالبانو په یوه رسمي لیک کې په ملي او نړیوالو نادولتي بنسټونو کې د افغان مېرمنو کار منع کړی دی. دا په داسې حال کې دي چې طالبانو له دې مخکې په پوهنتونونو، ښوونیزو مرکزونو او خصوصي موسسو کې د ښځو او نجونو زده کړه منع کړې وه. چې د کارپوهانو په اند چاره به د افغانستان پر اوسني وضعیت او راتلونکي نه جبرانېدونکې اغیزې ولري.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ټینګار کړی چې د بشر دوستانه خدماتو له وړاندې کولو د ښځو لیرې کول به د افغانستان د خلکو لپاره ناوړه پایلې ولري ځکه د دوی خدمات په ښځینه کارګرانو پورې تړاو لري.

دغه سازمان ویلي چې له ملي او نړیوالو نادولتي سازمانونو، د مدني ټولنې له بنسټونو، ملګروملتونو سازمان او ټولو اړوندو ادارو سره همکارۍ ته ژمن دی ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې وضعیت حل شوی چې وکولای شي افغانانو ته خدمت وکړي.

درې نور عملیات وځنډول شول

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په داسې حال کې د خپلو خدماتو د درېدو پرېکړه اعلان کړې ده چې د یکشنبې پر ورځ درېیو بهرنیو مرستندویه ډلو د طالبانو د پرېکړې په غبرګون افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.

له ماشومانو د ملاتړ، د ناروې د کډوالو شورا او کایر انټرنشنل سازمانونو د یکشنبې پر ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل: «موږ نه شو کولای په افغانستان کې له ښځینه کارکوونکو پرته هغو ماشومانو، ښځو او نارینه‌وو ته چې اړمن دي لاسرسی پیدا کړو.»

په دغه بیانیه کې چې د یادو درېیو سازمانونو د رییسانو له خوا لاسلیک شوې راغلي: «د ۲۰۲۱ له اګسټ راهیسې له هغو ښځو پرته چې له موږ سره یې همکاري کوله، په ګډه توګه مو میلیونونه اړمنو ته لاسرسی نه درلود. د ژغورنې د مرستو پروړاندې کولو له اغېزې اخوا به دا چاره پر زرګونه دندو اغېز ولري.»

د طالبانو د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ ټولو ځایي غیردولتي او نړیوالو سازمانونو ته امر وکړ چې د کار په ځای کې د ښځینه کارکوونکو له حضور څخه مخنیوی وکړي. د اسلامي پوښښ د قوانینو نه رعایت د طالبانو د دغې پرېکړې لامل اعلان شوی دی.