ښځې

بغلان کې دوه ځوانان په کورني ښوونځي کې ۵۰۰ نجونو ته زده‌کړې ورکوي

په داسې حال کې چې څه د پاسه یو نیم کال کېږي له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه دي تللې؛ خو د زده‌کړو ډېری مینه‌والو په بېلابېلو لارو غوښتي چې له ښوونځیو بې برخې نجونو سره مرسته وکړي.

د بغلان ولایت دوو اوسېدونکو رحمت‌الله دیندار او اغلې ماه جبین مرادي په پلخمري ښار کې په شخصي بودیجې کورنی ښوونځی جوړ کړی. هغوی د دغه ښوونځي د رامنځته کولو موخه له هغو نجونو سره مرسته بولي چې له ښوونځیو بې برخې دي.

د دغه ښوونځي له رامنځته کېدو نږدې اته میاشتې تېرېږي او تر اوسه ۵۰۰ نجونې پکې شاملې شوې او پر زده‌کړو بوختې دي.

رحمت‌الله دیندار په دې اړه وایي: «کله چې نجونې له ښوونځیو منع شوې، ومې‌غوښتل له دغو نجونو سره مرسته وکړم تر دې چې بریالی شوم د اغلې ماه جبین په مرسته اته میاشتې مخکې دا کورنی ښوونځی جوړ کړم او د دغه کار لپاره مو څو ښوونکي ګومارلي دي. اوس د هرې ورځې په تېرېدو زموږ زده‌کوونکې ډېریږي.»

د اوښکو پر ځای موسکا

د دغه ښوونځي یوه ښوونکې رویا اګاه وايي: «زما یوازینۍ غوښتنه له دغو بې ګناه نجونو سره مرسته وه. کله چې د داسې ښوونځي له رامنځته کېدو خبره شوم ومې غوښتل د ښوونکې په توګه له زده‌کړو بې برخې نجونو او ښځو ته درس ورکړم. کله چې مې د دغه ښوونځي له مسوولینو سره اړیکه ونیوه ویې‌ویل هر څوک چې وکولای شي د دغو نجونو اوښکې پر خندا بدلې کړي موږ اړتیا ورته لرو.»

هغې په دوام کې وویل: «یو ساعت په پښو مزل کوم ترڅو دغو نجونو ته درس ورکړم، زه معاش نه غواړم، همدا چې زده‌کوونکې مې خوشحاله وي بسنه کوي.»

د دغه ښوونځي بله ښوونکې کرشمه مومند ده. هغه د تدریس موخه د ښځو او نجونو باسواده کېدل ګڼي او وايي: «که موږ نه شو کولای د ټول افغانستان نجونو ته درس ورکړو، لږترلږه د خپلې کورنۍ او ګاونډیانو څو تنو غړو ته یو څه ور زده کولای شو او هر څوک باید همدا کار وکړي.»

د دغه ښوونځي زده‌کوونکې مریم د داسې ځای له رامنځته کېدو د خوښۍ په څرګندولو وویل: «کله چې زموږ کور ته نږدې دا ښوونځی جوړ شو، خوشحاله شوم، له هغې مخکې ډېره اندېښمنه وم. که دغه ښوونځی نه وای رامنځته شوای، له اندېښنې به مړه وم.»

بله زده‌کوونکې زینب ده چې د ښوونځیو له تړل کېدو سره یې هیلې له خاورو سره خاورې شوې.

نوموړې د ښځو له ملاتړو او د ښځو حقونو له مدافع بنسټونو غواړي چې په دې شرایطو کې له افغان نجونو د خپلو اولادونو په څېر ملاتړ وکړي.

دغه کورني ښوونځي ته نه یوازې له زده‌‌کړو بې برخې نجونې په لېوالتیا سره راځي؛ بلکې میندې هم د لیک لوست د زده‌کولو لپاره دې ځای ته راځي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په څو ولایتونو کې د ګڼو کورنیو او پټو ټولګیو د رامنځته کېدو په اړه خبرونه خپاره شوي دي؛ هغه موضوع چې له ښوونځیو پاتې نجونو د روحیې لوړولو ته یې هیلې زیاتې کړې دي.