افغانستان

د مزارشریف د نن ورځې په چاودنه کې لږترلږه شل تنه ووژل شول

دوې سرچینې وایي چې د واټ ترڅنګ مین په چاودنه کې چې د سه شنبې په سهار په مزارشریف ښار کې د حیرتان بندر د تېلو او ګازو شرکت د کارکوونکو پر موټر وشوه، لږ ترلږه شل تنه پکې ووژل شول.

چاودنه د سه شنبې سهار اوه بجې د مزارشریف ښار د درېیمې ناحیې اړوند سید آباد څلور لارې کې شوې ده.

په بلخ ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وایي: «د سهار په اوو بجو پر ۵۸۰ ډوله موټر چې د حیرتان بندر د تېلو او ګازو کارکوونکي پکې سپاره وو، د سړک غاړې اېښودل شوي مین چاودنه وشوه چې موخه یې ددغه ریاست کارکوونکي وو، په دې چاودنه کې اوه تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.»

له بلې خوا د بلخ ولایت روغتیايي سرچینو د آمو خبریال ته ویلي چې په دې چاودنه کې د حیرتان بندر شل کارکوونکي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د دغه برید د شهیدانو د کورنۍ یو غړی چې غواړي نوم یې په ډاګه شي وایي: «په بس موټر کې کابو ۵۰ تنه سپاره وو چې شل یې مړه شوي او نور ټپیان دي. د څلورو ټپیانو روغتیایي حالت نازک دی.»

تراوسه کوم کس یا ډلې ددې برید مسوولیت نه دی منلی.

دا برید دومره قوي و چې د چاودنې ځاي ته نږدې هټیو ښیښې یې ماتې کړې او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

دا برید وروسته له هغې وشو چې تېره اونۍ د هېواد د شمال ایبک ښار یوه دیني مدرسه کې چاودنې ۱۹ تنه ووژل. د دې برید مسوولیت داعش پرغاړه واخیست.

په همدې حال کې د دوشنبې پر ورځ طالبانو اعلان وکړ، چې د داعش یو غړی یې کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید له امله نیولی دی.

د اسلام‌اباد چارواکو ویلي، چې دغه برید افغانستان کې د پاکستان د استازولۍ د رییس د وژلو لپاره هڅه وه.