افغانستان

افغانستان، جاپان ته د ټام وېسټ د دوه ورځني سفر د خبرواترو چورلیز

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ توکیو ته په خپل دوه ورځني سفر کې افغانستان کې د جاپان او امریکا د ګډو ګټو په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې‌اترې کړې دي.

هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې یې د بشردوستانه اړتیاوو، بشري حقونو او د افغانستان د راتلونکي په اړه د سیاسي خبرواترو په هکله د جاپان د بهرنیو چارو له وزیر سره بحث کړی دی.

هغه همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان له پخواني استازي تادامیچي یاماموتو سره لیدنې ته په اشارې ویلي، چې په دې اړه یې له هغه اغېزناکې مشورې ترلاسه کړې دي.

ښاغلي وېسټ د خپل ټویټري پیغام په یوه بله برخه کې ویلي؛ کله چې د ګډ کار موضوع وي، موږ له خپلو ملاتړو سره په زړورتیا له هر ډول ننګونې راوتلی شوو. زموږ دا خبر د افغانستان په تړاو هم صدق کوي. موږ همداراز د جاپان هېواد تخصص او ډول ډول مرستو ته اړتیا لرو.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي په پای کې د دې ترڅنګ چې د جایکا د نړیوالې موسسې د اقتصادي سټراتیژۍ په اړه یې له دغې موسسې سره د خبرو لیکلي، ویلي یې دي چې نن موږ د جاپان له فعالې ډیپلوماسۍ او دوامداره همکارۍ هرکلي کوو.

د امریکا ځانګړی استازی په یوه ۸ ورځني سفر جاپان، هند او متحده عربي اماراتو ته ځي او د دغو هېوادونو له چارواکو سره به د افغانستان په اړه خبرې‌اترې وکړي. دغه سفرونه د روانې زېږدیزې میاشتې له لومړۍ نېټې پيل شوي دي.