له پاکستان څخه هغه ایستل شوي کډوال چې فراه ولایت ته راغلي، وایي د کار له نشتوالي او روغتیایي خدماتو ته له کم لاسرسي سره مخ دي. دغه کډوال زیاتوي چې د خپل ژوند د ورځنیو لګښتونو د پوره کولو وس هم نه لري.
پريګل او نازو دوه کاله وړاندې له پاکستان څخه ایستل شوې دي او اوسمهال په فراه کې په یوه خټین او بې در او دروازې کور کې ژوند کوي.
پريګل چې د خپلې کورنۍ د درېیو غړو نفقې برابرولو ته پاتې ده، وایي چې په خورا سختو اقتصادي شرایطو کې شپې سبا کوي.
هغه وایي: «په خدای قسم چې هیڅ هم نه لرم، حتی یوه افغانۍ هم نه لرم. ټول کډوال همداسې دي او هیڅ هم نه لري. موږ د خوړلو او اغوستلو لپاره څه نه لرو او ټول خار و زار یو.»
نازو هم وایي چې دواړه پښتورګي یې انتاني شوي، خو د اقتصادي ستونزو له امله د خپلې درملنې توان نه لري.
هغه زیاتوي: «زه هیڅ پیسې نه لرم، ماشومان مې واړه وږي او تږي دي، پښتورګي مې خراب دي او د درملنې توان یې نه لرم.»
دا کډوال همدارنګ وایي چې له وړیا کلینیکونو او روغتیایي خدماتو څخه هم محروم دي.

له پاکستان څخه یوه بله راستنه شوې کډواله، شیما وایي: «په خدای قسم چې په کور کې نه اوړه لرم، نه وریجې او نه د سون توکي. تل ناروغه یو، درې ورځې وړاندې داکتر ته لاړم او پرون بیا لاړم، خو اصلاً ښه شوې نه یم.»
په دې وروستیو کې په افغانستان کې د یوناما د دفتر سرپرست له آمو نیوز سره په خبرو کې ویلي چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې له پاکستان او ایران څخه ۶ ملیونه کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
مرستندویه بنسټونو تل د دغو کډوالو وضعيت ته د رسېدو لپاره د بودیجې له کمښت څخه شکایت کړی دی.
د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې زرګونه له پاکستان څخه ایستل شوي کډوال د لوېدیځ زون په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول هرات او فراه ولایتونو کې مېشت شوي دي.
خو له ایران او پاکستان څخه د نورو راستانه شویو کډوالو په څېر، دوی هم له بېکارۍ او د خدماتو له سخت کمښت سره مخ دي.
