سیاست

د چنګاښ د ۲۶مې له کودتا ۵۳ کاله وروسته؛ افغانستان نن چېرته دی؟

نن د چنګاښ ۲۶مه، د محمد داوود خان د کودتا ۵۳مه کلیزه ده؛ هغه پېښه چې په افغانستان کې یې سلطنتي نظام پای ته ورساوه او د هېواد لومړی جمهوري نظام یې بنسټیز کړ.

مګر له نیمې پېړۍ څخه د زیات وخت تېرېدو وروسته، افغانستان اوسمهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دی؛ هغه بدلون چې یو ځل بیا دا پوښتنه رامنځته کوي چې د چنګاښ د ۲۶مې کودتا د هېواد پر سیاسي مسیر باندې څه اغېزه وکړه؟.

د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ په ۲۶مه، سردار محمد داوود خان د پوځ د یوې برخې په ملاتړ او پرته له کومې پراخې نښتې، سلطنتي نظام رانسکور کړ او د افغانستان لومړی جمهوریت یې اعلان کړ.

دا بدلون داسې مهال رامنځته شو چې د هغه وخت پاچا، محمد ظاهر شاه، په ایټالیا کې د سترګو د درملنې لپاره اوسېده.

لږ وخت وروسته، هغه له هماغه ځایه خپله استعفا واستوله او په دې توګه په افغانستان کې د شاهي نظام څو لسیزو ته د پای ټکی کېښودل شو.

حبیب‌الله صافی، د کابل یو تن اوسېدونکی چې هغه ورځې یې په یاد دي، وايي: «له پورته څخه مو ارګ ته کتل کله چې یې پرې برید کاوه، موږ ډېر وېرېدلي وو، د توپونو، ټوپکونو او الوتکو غږونه راتلل او بمبار یې کاوه.»

محمد داوود خان خپل حکومت د اصلاحاتو، عصري کولو، اقتصادي پراختیا او د ملي خپلواکۍ د پیاوړتیا په شعارونو سره پیل کړ.

په لومړیو کلونو کې، هغه له ځینو کیڼ اړخو(چپي) بهیرونو، له هغې ډلې د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند سره همکاري درلوده او د بنسټیزو پروژو د پراختیا، د صنعت د غوړېدو، د اقتصادي طرحو د پلي کولو او په ټولنیزو ډګرونو کې د ښځو د ګډون د زیاتوالي په لاره کې یې هڅې وکړې.

د کابل یو بل اوسېدونکی، مصور صدیقي، د چنګاښ د ۲۶مې د کودتا په اړه په خپلې ارزونې کې وايي: «د چنګاښ ۲۶مې کودتا د هېوادونو معادلې وټاکلې. له یوې خوا دا زړور ګام د شاهي دورې له ژور او سخت فقر او رکود څخه د تېرېدو لپاره د ملي ارادې د څرګندېدو بېلګه وه، چې د فیوډالیزم د زنځیرونو په ماتولو سره یې د اقتصادي پراختیا او ملي اقتدار په بدن کې یو نوی روح پو کړ.»

خو دغه بهیر دوام ونه کړ. د وخت په تېرېدو سره د داوود خان د حکومت په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کې بدلونونه راغلل.

د تاریخ پوهانو په وینا، هغه د سیمې له هېوادونو، له هغې ډلې له ایران او سعودي عربستان سره خپلې اړیکې پراخې کړې او هڅه یې وکړه چې له شوروي اتحاد سره د افغانستان تړاو کم کړي؛ هغه کړنلاره چې د کابل او مسکو ترمنځ یې اړیکې له تاوتریخوالي سره مخ کړې.

ورته مهال، د حکومت او د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند ترمنځ هم اختلافونه سخت شول. د ۱۳۵۷ کال په پسرلي کې، حکومت د دغه ګوند یو شمېر مشران ونیول؛ هغه اقدام چې سیاسي کړکېچ یې لا ژور کړ او پوځي غبرګون ته یې لاره هواره کړه.

په روسیه کې د افغانستان پخوانی کلتوري اتشه، شاه سلطان عاکفي، د محمد داوود خان د کودتا د پایلو په اړه وايي: «په ۱۳۵۲ کال کې په افغانستان کې د محمد داوود خان کودتا د ټولنې لپاره مهمې پایلې لرلې. له دې جملې څخه، محمد داوود ډېر ژر له خپلو پلانونو او پروژو څخه مخ واړاوه او همدارنګه هغه منوران، روښانفکره او د ازادۍ غوښتونکي کسان چې په دې پروسه کې یې له ځان سره لرل، د خپلې کابینې، حکومت او دستګاه څخه تصفیه کړل او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې زما په نظر د محمد داوود کودتا په افغانستان کې د کودتاګانو له لارې د واک د لېږد لاره پرانیستله.»

يوازې څو ورځې وروسته، د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د ۱۳۵۷ کال د غوايي د اوومې د کودتا په کولو سره جمهوري حکومت نسکور کړ.

د دغې کودتا په لړ کې، محمد داوود خان د خپلې کورنۍ له ۱۸ غړو سره یوځای په ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) کې ووژل شو او افغانستان د سیاسي بدلونونو نوي پړاو ته ننووت؛ هغه پړاو چې ځینې یې په هېواد کې د لسیزو جګړو، بې‌ثباتۍ او کړکېچ پيلامه ګڼي.

نن، د چنګاښ د ۲۶مې له کودتا درې پنځوس کاله وروسته، افغانستان یو ځل بیا په یوه بل جلا نظام اداره کېږي؛ مګر دا پېښه لا هم د هېواد په معاصر تاریخ کې یو له مهمو پړاوونو څخه شمېرل کېږي او د هغې د پایلو او میراث په اړه بېلابېل لیدلوري شتون لري.