ښځې

نجونې د زده‌کړو د دوام لپاره دیني مدرسو ته مخه کوي

له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر وړاندې د ښوونځیو د دروازو له تړل کېدو نږدې پنځه کاله وروسته، اوس په کابل کې دیني مدرسې د ډېری نجونو لپاره د زده‌کړو د دوام په یوازینۍ لاره بدلې شوې دي.

په کابل کې د یوې دیني مدرسې ښوونکې سعدیه وایي، په وروستیو میاشتو کې د هغو نجونو شمېر چې دغو مرکزونو ته ورځي، د تېر په پرتله خورا زیات شوی دی.

سعدیه زیاتوي: «د ښوونځیو د بندېدو له امله، مدرسو ته د نجونو ورتګ ډېر شوی دی. د دغې لېوالتیا اصلي لامل همدا دی چې ښوونځي بند دي او کورنۍ نه غواړي اولادونه یې باسواده پاتې شي؛ له همدې امله یې مدرسو ته استوي.»

بلخوا، یو شمېر نجونې وایي چې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې دیني مدرسو ته مخه کړې ده.

سره له دې چې مدرسو ته د نجونو ورتګ زیات شوی، خو زده‌کوونکې وایي چې دا مرکزونه هیڅکله د ښوونځي او عصري زده‌کړو ځای نشي نیولی.

زینب چې یوه زده‌کوونکې ده وایي: «زه غواړم په راتلونکي کې زموږ ښوونځي پرانیستل شي ترڅو خپلو اصلي درسونو ته دوام ورکړو.»

بلې زده‌کوونکې مریم وویل: «ښځې د هېواد نیم نفوس جوړوي، د ښوونځیو د بند پاتې کېدو له امله د هېواد دغه نیمه برخه بې‌سواده پاتې ده.»

که څه هم په هېواد کې د نویو دیني مدرسو د جوړېدو تازه ارقام نه دي خپاره شوي، خو طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې ویلي وو چې په تېرو درېیو کلونو کې یې په ټول افغانستان کې نږدې ۲۳ زره دیني مدرسې جوړې کړې دي، چې د څه باندې ۲۱۶ زره هلکانو ترڅنګ، نږدې ۹۱ زره نجونې هم په کې زده‌کړې کوي.