د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د چنګاښ ۱۹ – د ۸ بجو خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې تر اوسه په افغانستان کې ۵۷۲ روغتیايي مرکزونه یا تړل شوي او یا یې فعالیتونه درېدلي، چې له امله یې میلیونونه کسان له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شوي دي.

د دې سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې مسوول افغانستان ته په خپل سفر کې د دغو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو او د فعالیتونو د درېدلو لامل د بودجې کمښت بللی او وایي، دې ستونزې ناروغان د اساسي روغتیايي خدمتونو په ترلاسه کولو کې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.