افغانستان

زابل کې ۱۵ زره ماشومانو لپاره د بیړنیو زده کړو پروګرام پیل شو

د زابل ولایت د ارغنداب او دايچوپان ولسواليو په غرنیو سيمو کې د لومړي ځل لپاره ماشومان د زده کړو په حال ليدل کېږي. په دغو سيمو کې تازه سيمه ییز ټولګي جوړ شوي دي.

د خيراالله په نوم د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ يو اوسېدونکی وایي ماشومان یې تر دې وړاندې له زده کړو بې برخې وو.

نوموړی زیاتوي: «دلته پخوا ښوونځي نه وو، ټول ماشومان نالوستي لوی شوي، اوس ښه شوه، چې ښوونځي جوړ شول او زموږ ماشومان پکې زده کړه کوي.»

د زابل د ليرو پرتو سيمو اوسېدونکي وایي، له څه باندې دوو لسيزو راهيسې يې ښوونځي نه لرل او ماشومان یې هم له زده کړو بې برخې وو.

دوی له مسوولینو غواړي چې د زابل د ليرو پرتو سيمو د اوسېدونکو د ماشومانو زده کړو ته جدي پام وکړي.

د زابل د دايچوپان ولسوالۍ اوسېدونکی خالقداد وايي چې په سيمه کې يې د NRC له لوري تازه سيمه یيز ټولګي جوړ شوي او ماشومان يې پکې زده کړه کوي.

نوموړی زیاتوي: «موږ خو د زده کړو لپاره هېڅ امکانات نه لرل، اوس که دغه بهير ته پام وشي، نو زموږ د اولادونو له راتلونکي سره مرسته کولای شي.»

د طالبانو د زابل د پوهنې رییس محمد عثمان حریت تازه د دې ولایت په مرکز او ۱۲ ولسواليو کې د ۱۵ زره ماشومانو لپاره د ناروې د کډوالو شورا په مرسته د چټکو زده کړو د يوه پراخ ښوونیز پروګرام د پيلېدو خبر ورکوي.

نوموړی زیاتوي، دغه پروګرام د ۴۹۰ ښوونکو له لوري عملي کېږي د زابل په ليرو پرتو سيمو کې به د زده کړو د بهير له پياوړتیا سره مرسته وکړي.

د زابل د پوهنې رياست د معلوماتو پر بنسټ په دغه ولایت کې ۸۰ هغه ښوونځي هم د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوي، چې د جګړو له امله تړلي وو.