نن د امریکا د متحده ایالاتو د خپلواکۍ له ۲۵۰مې کلیزې سره برابره ده.
ټاکل شوې، چې د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت په واشنګټن کې ستر مراسم ترسره شي.
د دغو مراسمو تنظیموونکي وایي، په دې پروګرام کې به د سلګونو الوتکو ننداریزې الوتنې او پراخ اورلوبې شاملې وي، چې ښایي د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستر د اورلوبو ننداره وي.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې شا او خوا ۸۵۰ زره د اورلوبو توپونه د ښار له لسو بېلابېلو ځایونو څخه وتوغول شي او دغه مراسم به نږدې څلوېښت دقیقې دوام وکړي.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د راشمور په غره کې د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې د نمانځغونډې د پیل پر مهال په خپله وینا کې پر سوسیالیستي او ډيموکراتو بهیرنونو سختې نیوکې وکړې.
هغه د «کمونیستي ګواښ» په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې امریکا به د دغو جریانونو پر وړاندې په کلکه ودرېږي.
