Uncategorized @ps

په ننګرهار کې د طالبانو یو قومندان د خپل ورور لخوا ووژل شو

د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د طالبانو د امنیه قومندانۍ د قراول مشر (قومندان) د خپل ورور په ډزو ووژل شو.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د دغې پېښې د تایید پر مهال ویلي، چې د دوی دغه غړی د یادې ولسوالۍ په «هاشه خېل» کلي کې وژل شوی دی.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، پر دغه قومندان پرون ماښام شاوخوا ۵ بجې داسې مهال ډزې وشوې، چې نوموړی د رخصتۍ تېرولو لپاره په یاد کلي کې خپل کور ته تللی و.

تر اوسه د دغه طالب قومندان د وژل کېدو لامل روښانه نه دی.

خو طالبانو ویلي چې بریدګر ورور «رواني ناروغي» درلوده او د پېښې د علت او څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.