د ایران ولسمشر، د طالبانو د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره ولیدل. دغه لیدنه، چې ایران د پخواني مذهبي مشر، علي خامنهیي، د جنازې د مراسمو په څنډه کې ترسره شوه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم حضور درلود.
بل لور ته، د جنازې دغو مراسمو ته د طالبانو یو شمېر مخالفې سیاسي څېرې هم بلل شوې دي.
په دې منځ کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د جنازې د مراسمو په څنډه کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، له خپل ایراني سیال عباس عراقچي، سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د همکاریو پر پراختیا او سیمهییزو مسایلو خبرې کړې دي.
