متحده ایالتونه

ټرمپ تېر کال له کریپټو اسعارو څخه ۱.۴ میلیارده ډالره ګټلي دي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د خپرو شویو مالي اسنادو د ارزونې له مخې، نوموړي او کورنۍ یې تېر کال د ډیجیټلي اسعارو (کریپټو) له سوداګرۍ او پروژو څخه له ۱.۴ میلیارده ډالرو څخه زیات عاید ترلاسه کړی دی.

دا ارقام ښيي چې اوس مهال د ټرمپ د عایداتو لویه برخه له ډیجیټلي شتمنیو څخه ترلاسه کېږي؛ هغه سکټور چې د ټرمپ د حکومت د نویو اسانتیاو او تګلارو له امله یې خورا وده کړې ده.

د امریکا د حکومتي اخلاقو ادارې ته په سپارل شویو اسنادو کې راغلي، چې د ټرمپ شرکتونو نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالره د «ورلډ لبرټي فینانشل» په نوم له هغه کریپټو شرکت څخه ترلاسه کړي چې نوموړي او زامنو یې په ګډه تاسیس کړی دی.

پدې عاید کې د ټوکنو (Tokens) د پلور او په یاد شرکت کې د سهامو د معاملو پيسې شاملې دي.

د دې ترڅنګ، ټرمپ د خپل نوم د ځانګړو مېم کوینونو (Trump meme coins) له درکه هم ۶۳۵ میلیونه ډالره نور ترلاسه کړي دي.

له بلې خوا، که څه هم کریپټو د ټرمپ د عایداتو اصلي سرچینه ده، خو د هغه پخوانيو سوداګريو لکه ګلف کلبونو او هوټلونو هم ښه عاید درلودلی او په ۲۰۲۵ کال کې یې عواید ۱۵ سلنه لوړ شوي چې یوازې د فلورېډا «مار-اې-لاګو» کلب عاید یې ۷۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کېلي په یوې بیانیه کې د ګټو د تضاد اوازې رد کړې او ویلي یې دي: «ولسمشر ټرمپ د خپلو اجرایوي لارښوونو له لارې امریکا د نړۍ د کریپټو په پلازمېنه بدله کړې او د نوموړي ټول اقدامات د امریکا د خلکو په ګټه دي.»

خو د فډرال اخلاقو د ادارې پخواني مشر ډان فاکس پر دې وضعیت نیوکه کړې او وایي، د واټرګېټ له پېښې وروسته ټولو ولسمشرانو خپل مالي چارې داسې مدیریت کولې چې د ګټو تضاد پېښ نشي، خو د ټرمپ په راتګ سره دغه زاړه اصول په بشپړ ډول له منځه لاړل.